Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عارف علوي: د «سي‌‌پک» په پرمختګ کې د افغانستان ثبات مهم دی

د پاکستان ولسمشر په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې د اسلام اباد او بیجینګ رول مهم بولي.

د پاکستان ولسمشر د چین له سي، سي، ټي، وي شبکې سره په مرکه کې ویلي پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لټه کې دي.

عارف علوي د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز بریا له آرام او سوله ییز افغانستان سره تړلې بولي او زیاتوي چې، د مرکزي آسیا ځينې هېوادونه هم لېواله دي چې، د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.

د پاکستان ولسمشر وویل:«د مرکزي اسیا ډېری هېوادونه چې د افغانستان په ګاونډ کې دي هم لېواله دي چې، د ګوادر له لارې صادرات ولري. موږ هم په همدې لټه کې یوو او چین هم په هغه کې مهم نقش لري چې افغانستان سولې ته ورسېږي. کله چې، سوله ټینګه شي؛ نو چین او پاکستان به یو ځای د افغانستان د ستونزو د حلېدو لپاره په ګډه کار وکړي. هلته به بیارغونه وشي او ورسره به پروژې هم سرته ورسېږي.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې هکله وايي:«له سي پک پروژې یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز سره د افغانستان نښلون د افغانستان د اقتصادي ودې او پرختیا لپاره ګټې لري. او کولای شي چې د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې رول ولوبوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند وايي، دم‌ګړۍ افغانستان امن دی او په دې هېواد کې د سیمې هېوادونو د پانګونو لپاره فرصتونه برابر شوي دي.

نوموړی زیاتوي، سرپرست حکومت له پاکستان او چین سره د اقتصاد په برخه کې هم د ښه تعامل غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په افغانستان کې ښه فرصتونه رامنځته شوي چې دلته بېلابېل هېوادونه سوداګري پيل کړي او همدارنګه له دغه ښه فرصته استفاده وکړي. او په دې برخه کې چین هم د سیمې مهم هېواد دی او اقتصادي هېواد دی. موږ له هغوی سره ښه اقتصادي تعامل ولرو. او همدارنګه پاکستان هم ټرانزټ ته اړتیا لري او افغانستان هم سوداګرۍ ته اړتیا لري.»

د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې، پاکستان او چین کولی شي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخو کې مهم رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري وايي:«چین او پاکستان دواړه کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی نعمت الله بیژن هم څرګندوي:«له بده مرغه د هغوی ګټې داسې دي چې په اوسني وضعیت کې ډېر په ځانګړې توګه پاکستان، خپلې ګټې د افغانستان د اوسني وضعیت په دوام کې ویني.»

د ویلو ده چې، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان او چین له اقتصادي دهلیز سره د افغانستان د یو ځایېدو لپاره بحثونه کړي وو.

د اسلامي امارت ویاند وايي، دم‌ګړۍ افغانستان امن دی او په دې هېواد کې د سیمې هېوادونو د پانګونو لپاره فرصتونه برابر شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه