Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ارزونې د پرېکړه لیک تصویب ته د اسلامي امارت غبرګون

د سرپرست حکومت ویاند «په افغانستان کې ننګونو ته د رسېدنې لپاره خپلواکې ارزونې» په هکله د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک د تصویب په غبرګون کې وايي که چېرې دغه ارزونه د همکارۍ په موخه ترسره شي، سرپرست حکومت به همکار وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د «۲۶۷۹» ګڼې پرېکړه لیک صادر کړی دی، چې له مخې یې د افغانستان د ننګونو په تړاو خپلواکه ارزونه پېلېږی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره وایي، چې د دغه پرېکړه لیک پر بنسټ به یو پلاوی په خپلواکه توګه د افغانستان د امنیتي وضعیت، ترهګرۍ، د مخدره توکو د تولید، ټولنیزو مسایلو، د حکومتولۍ د ښه والي او د قانون د پليتابه په تړاو څېړنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره لانا نصیبه څرګندوي:«افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له ګواښونو پر یوې ډکې لار روان دی. پر همدې بنسټ، هیله لرو چې دا ارزونه به د دې په اړه معتبر وړاندیزونه وړاندې کړي چې څنګه اړوند نړۍوال او سیمه‌ییز لوبغاړي کولای شي د دغه هېواد لپاره پر یوه ګډ لید لوري سره راټول شي او موږ څنګه کولای شو په امنیت شورا کې دغه لید لوری وړاندې کړو.»
 
اسلامي امارت وایي، چې هیله من دی، څو دغه ارزونه له افغانانو او نظام سره د همکارۍ په موخه ترسره شي.

ذبیح الله مجاهد وایي، که‌چېرې دغه ارزونه د مرستو او پرمختګونو د دوام د ارزونې لپاره ترسره شي، سرپرست حکومت به په دې برخه کې همکاري وکړي.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ هیله لرو چې دغه ارزونه د افغانستان له خلکو او نظام سره د همکارۍ لپاره وي نه د دې لپاره چې د ناسمو معلوماتو پربنسټ د نظام پر ضد پروپاګند وشي.»

د جاپان او متحده عربي اماراتو په وړاندیز شوي پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوې دي، چې د هغو سازمانونو او هېوادونو لپاره چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي، یوه منظمه تګلاره وړاندې کړي.
                
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«هغه ارزونه چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا بشپړېږي دا صحنې ته راکاږي چې له بده مرغه په افغانستان کې نجونې تحصیل ته لاسرسی نه لري او د ښځو کار محدود شوی دی. بې وزلي زیاته شوې او خلک د کډوالۍ په فکر کې دي. دا ټول باید اصلاح شي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم وايي:«که چېرې نړۍواله ټولنه د افغانستان په هکله پرله‌پسې کړنلارې خپلې کړي، کولای شو ووایوو چې موږ به د افغانستان په هکله د نړۍوالې ټولنې په کړنلاره کې د نوي فصل شاهد واوسو.»

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوو پرېکړه لیکونو مسودې تصویب کړې. یوه دغه مسوده په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت د غځېدو او بله یې د افغانستان په تړاو نړۍوالې ټولنې ته د وړاندیز د وړاندې کولو لپاره د ارزونې د یوې ډلې د جوړېدو په تړاو وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه