Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روژې میاشتې د رارسېدو په درشل کې پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو وېش

 یو خیریه بنسټ، د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې کابل کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکو وېشلي دي.
 
د دغه بنسټ مسوولان وایي، چې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې، نورو اړمنو کورنیو سره به هم مرستې وکړي.

د ګلبهار خیریه بنسټ مطبوعاتي مسوول محمد عمر ځواک وايي:«په ټول کې په دغو مرستو کې ۱۰۰۰ کورنۍ شاملېږي چې نن تاسې د هغې وېش وینئ او په دوه نورو ورځو کې به ۵۰۰ کورنۍ په نظر کې نیسو. روژه چې راورسېږي، زموږ پروګرام دا دی چې له ۵ زره کورنیو سره مرستې وکړو.»

بلخوا ځينې بې‌وزلې کورنۍ له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له بې‌وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

شاه محمود د یوې اوولس کسیزې کورنۍ سرپرست دی. دی وایي، چې له سهاره تر ماښامه د نفقې د پیدا کولو لپاه پر کار بوخت وي او د زده‌کړو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.

شاه محمود طلوع‌نیوز ته وویل:«زما د کورنۍ د غړو شمېر ۱۷ تنه دی. دوه وروڼه لرم. پلار مې سپینږیری دی. د کورنۍ سرپرست نه لرم یوازې زه ګټیالی یم.»

بل خوا، یو شمېر بې وزلي دغه مرستې کافي نه ګڼي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

بې وزلې آرزو څرګندوي:«له نورو مرستندویه بنسټونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي. اوس زموږ اقتصاد ډېر خراب دی.»

تر دې وړاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تر ټولو تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري ناورین په تړاو خبرداری ورکړی دی.

ځينې بې‌وزلې کورنۍ له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له بې‌وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه