د نوي ښوونیز کال په درشل کې د یو شمېر زدهکوونکو کورنۍ له سرپرست حکومته غواړي چې په راتلونکي کال کې دې د دوی لوڼو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
دغه کورنۍ وايي چې له زدهکړو بېبرخې پاتې کېدل به د دوی د لوڼو راتلونکی ستونزمن کړي.
د کابل اوسېدونکی عبدالجلیل وايي: «زما څلور لمسیانې په اووم ټولګي کې دي او له ښوونځي بېبرحې دي او کور کې دي، باید د دوی لپاره یوه پرېکړه وشي او خپلو ښوونځیو ته ستنې شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی رازق وايي: «زه دوه لوڼې لرم، یوه یې په اتم ټولګي کې ده او بله یې لسم کې. له اسلامي امارت هیله کوم چې دوی ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړې شي.»
له دې سره سم، یو شمېر نجونې زدهکوونکې وايي، اسلامي امارت باید نجونو ته هم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.
دغه نجونې زیاتوي، له زدهکړو په لرې پاتې کېدو سره له ستونزو سره مخ شوې دي.
زدهکوونکې زینب وايي: «له اسلامي امارت هیله لرم چې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو وکولای شو زدهکړو ته دوام ورکړو.»
یوه بله زدهکوونکې وايي: «له اوسني حکومت غوښتنه کوو چې په راتلونکې کال کې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»
له څه باندې یو نیم کال راهیسې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې د نجونو زدهکوونکو پر مخ تړلي دي. د دغو ښوونځيو تړل پاتې کېدو سره د قرطاسیه پلورونکو پر کاروبار هم اغیز کړی دی.
یو شمېر قرطاسیه پلورونکي وايي، د قلم او کتابچو د پلور بازار هم په بې مخینې توګه پیکه شوی دی.
قرطاسیه پلورونکی رفیع وايي: «پر موږ یې اتیا سلنه غېزه کړې، مخکې چې څومره نجونې ښوونځیو ته تلې، اوس نهځي، اوس یوازې شل سلنه پلور لرو.»
یو بل قرطاسیه پلورونکی اسحاق وايي: «اوس د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نهدی او نه یې اخلي، مخکې به یې له موږ ډېر اخیستل، بېکاره نه و، روزي مو هم پیدا کوله او د ډوډۍ خوراک ته مو وخت نهشو پیدا کولی.»
له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د نجونو زدهکړې به یوازنی ښه کار وي چې یو هېواد یې د ژوند د ښه والي لپاره ترسره کوي.
تر دې مخکې، زدهکړیالانو نوی ښوونیز کال پیل کړی، خو نجونو زدهکړیالانو ته تر اوسه د زدهکړو د دوام اجازه نهده ورکړ شوې.
په دې اړه مو اندونه