Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د ښځو حقونو مراعتولو په اړه د یو شمېر هېوادوالو غوښتنې

د کابل یو شمېر اوسېدونکو د "قومونو د یووالي او همغږي" په غونډه کې د ښځو د حقونو په تېره د زده‌کړو د حق ورکړې غوښتنه وکړه.

دغه کابل میشتي وايي چې د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار ښوونه او روزنه ده.

قومي مشر زلمی احمدزی وايي: «د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره امنیت، تعلیم، اقتصاد او د زراعت برخو کې پیاوړتیا غواړو.»

قومي مشر عظیم الله خنجاني زیاتوي: «څوک چې زموږ ډاکټر دی، انجنیر دی، حقوق دان دی، اقتصاد دان دی او په نورو برخو کې يې چې کار کړی دی، نو باید په حکومت کې ورته ونډه ورکړل شي.»

د کوچیانو استازی علم ګل کوچی وايي: «یوه هېواد چې په نړۍ کې له چا سره سیال کېږي او خپلو موخو ته رسېږي یوازینۍ لار يې د رسېدو پوهنه او تعلیم دی.»

د کابل والي وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د زده کړو کیفیت معیاري شوی او سرپرست حکومت په دې برخه کې پرمختګونو ته ژمن دی.

د کابل والي محمد قاسم خالد وايي: «که هیڅ امکانات هم نه وي، نو اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې تعلیمي سکټورونو ته به پیاوړتیا ورکوي او په دې کې به هیڅ مشکل نه راځي.»

د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شفیع الله ثاقب وايي: «د دې غونډې مهم هدف د قومونو ترمنځ یووالی، له اوسني نظام څخه ملاتړ او د اسلامي امارت له لوري د ولس غېږي ته رانږې کول دي.»

د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په بېلابېلو ولایتونو کې د ستونزو د هواري او د قومونو ترمنځ د واټن لرې کولو لپاره به ناستې دوام ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه