Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دریو دولتي ادارو تر منځ د اداري بهیر د ساده‌کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د بنسټونو، لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې تر منځ د اداري بهیر د ساده کولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست وايي، په څه کم یوه کال کې په بېلابېلو وزارتونو کې له ۳۰۰ ډېر کاري بهیرونه ساده شوي او هېوادوال کولای شي په اسانۍ سره په دولتي ادارو کې خپل اسناد پروسس کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس عبدالحنان عارف‌الله وايي: «۳۰۴ پروسې په ګڼو وزارتو کې ساده کړي دي، په طول د لسو-یولسو میاشتو کې»

له دې سره سم، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، په تېر نظام کې د اداري فساد له امله د سندونو طی مراحل کېدو ډېر وخت نیوه.

نوموړی زیاتوي، اوس د خلکو اسناد چې یو وخت به یې یوه نیمه میاشت وخت نیوه؛ په څه کم لسو ورځو کې نهايي کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم  وايي: «موږ په مختلفو وختونو له ولسونو او استادانو سره وعده کړې ده، له محصلانو سره مو وعده کړې ده چې موږ به ستاسو چارې ژر او په اسانه طریقه حلوو. همدغه لار ده، الحمدلله چې نن له دې مسیر سره مخ یوو.»

له بل لوري د تخنیکي او مسلکي اداره د دغه بهیر له ښه کېدو ډاډ ورکوي.

د تخنیکي او مسلکي ادارې رییس غلام حیدر شهامت وايي: «په ادارو کې موږ وینو چې زموږ یو مسافر ورور له یو ولایت راته، دلته لسګونه ورځې مسافر و، ځکه چې پروسه ډېره طولاني ده، خو نن دا بهیرونه لنډ شوي دي.«

د اداري اصلاحاتوت او ملکي خدمتونو د مالوماتو له مخې، دغې ادارې په تېرو ۱۲ کلونو کې د اسنادو څه باندې ۱۷۰ پړاونه ساده کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه