د نوروز له رسېدو سره هممهاله، یو شمېر هټۍوال وایي چې د تېر کال پرتله د کبانو او جلبۍ بازار پیکه شوی دی.
دوی ټینګار کوي چې د تېر کال پرتله پېرودونکي یې کم شوي او ډېر کم کسان د کبانو او جلبۍ د پېرلو لپاره راځي.
هټۍوال علي وايي:«معمولاً کوژدن کبان وړي، د تېر پرتله اوس کار کم شوی، له هغې چې امارت راغلی، دا چې د خلکو اقتصاد ښه نه دی د تېر پرتله کم دی.»
بل هټۍوال جواد هم وویل:«د کبانو پلور د تېرو کلونو پرتله کم شوی او هغه کسان چې کوژدن دي راځي او نوروزي وړي.»
د کابل ځينې اوسېدونکي وایي، چې د کبانو او جلبۍ بیه ټيټه شوې ده، خو د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله یې د پېرلو توان نه لري.
د کابل اوسېدونکي امین وویل:«نوروزي له پخوا د افغانستان د خلکو دود او دستور دی، د دې لپاره یې بیې لږې ښې دي چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی خلک نه شي کولای چې کبان او جلبۍ وپېري.»
د کابل بل اوسېدونکی سیرت هم وايي:«خلک د تېر په څېر هر کال کبان او جلبۍ وړي سږکال هم هر چېرته کبان او جلبۍ وړي.»
یو شمېر هټۍوال وايي، چې اوسمهال یې ډېری پېرېدونکي د هغه کورنۍ دي، چې زامن یې کوژدن دي او غواړي چې د ناوې کورنۍ ته کبان او جلبي یوسي.
د زومانو کورنۍ په نوروز کې خپلې ناوې ته کبان او جلبي وړي او دغه دود له پخوا پاتې دی.
په دې اړه مو اندونه