Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د نوروزي دسترخوان غوړول او د نوي کال لمانځل

د نوي لمریز کال له پیل سره، د هرات ډېری اوسېدونکو د نوروزي (د هفت سین) دسترخوان له غوړولو سره له پسرلي هرکلی کوي.

د هرات اوسېدونکي د نوي کال لمانځل د هېواد لرغونی دود او تمدن ګڼي او وايي چې د دغه لرغوني جشن د ساتلو لپاره به هڅې وکړي.

د هرات اوسېدونکي علي زماني له خپلې کورنۍ سره یوځای د ښه، له غمونو او ستونزو لرې کال په هیله نوی کال پېل کړی دی.

علي زماني طلوع‌نیوز ته وايي:«د مینې یو دسترخوان دی چې نوی کال لمانځو. نن که چېرې الله پاک یو اولاد راکوي، ډېره خوشحاله یوو او خاندو »

د هرات اوسېدونکې زینب براتي هم وویل:«دا دسترخوان زموږ د کلتور برخه ده. خونیدې، وروڼه، پلار او مور د یو بل تر څنګ ناست دي او د نوي کال مبارکي وايي او دا زموږ کلتور دی.»

مڼه، اوږه، سرکه، سکه، سبزي، سماق او سمنک د خلکو په دسترخوانونو اېښودل شوي وي. خو سږکال د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله، د هرات د زیات شمېر کورنیو د هفت سین دسترخوان، د پخوا په پرتله ډک او غوړ نه دی.

د هرات اوسېدونکې مهناز څرګندوي:«اوس اقتصادي ستونزې دي یعنې پیسې کمې شوې دي چې د دا ډول لګښتونو لپاره یې ولګوي.»

د هرات بل اوسېدونکی محمد ایمان وايي:«د نوي کال د لمانځلو لپاره سبزه او د هفت سین دسترخوان او سمنک کور ته وړو.»

ډېری کورنۍ د هفت سین دسترخوان په څنډو کې د کبانو او سبزیو اېښودو سره، د نوي کال هرکلی کوي.

د هرات اوسېدونکي فرهاد وویل:«ټول دغه کال لمانځي. یو له هغو شیانو چې په دغې لمانځنه کې ترې استفاده کوي، کبان دي.»

د پسرلي او نوي لمریز کال لمانځنه، په افغانستان کې اوږده مخینه لري. د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ په بېلابېلو په ځانګړې توګه فارسي ژبو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه