Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م سازمان کارپوهان: افغانستان کې د زده‌کړو بندیز هېڅ د "توجیه وړ" نه دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سویس په جنیوا کې د یوې غونډې په پای کې وايي چې په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو منع کېدل د توجیه وړ نه دي.

دوی د دغې غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې له سرپرست حکومته غواړي چې په نوي هجري لمریز کال کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۲مه، باید په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانيستل شي. پرځای یې، داسې ښکاري چې پيغلوټې نجونې به په دویم پرله‌پسې تحصیلي کال د خپلو زده کړو له دوامه منع کړای شي او دا چاره افغانستان په نړۍ کې په یوازینی هغه هېواد بدلوي چې نجونې او ځوانې ښځې منځینو ښوونځیو او د لوړو زده کړو ځایونو ته له تلو راګرځوي.»

په دغې اعلامیه کې دغه راز راغلي دي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز به داسې منفي پایلې ولري، چې په څو نورو لسیزو کې به یې جبرانول ګران وي.

د ښځو د حقونو فعاله معروف اروین وايي:«په هغه صورت کې که چېرې سږکال هم د افغانستان ښځې د تېر کال په څېر په محرومیت او محکومیت کې تجربه کړي، له بده مرغه په افغانستان کې به د ښځې په نامه طبقي د زیانمنېدو شاهد واوسو په ځانګړې توګه د اجباري ودونو له اړخه.» 

له دې سره هم‌مهاله د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هغې غونډې د کوربتوب خبر ورکړی دی، چې د پوهنې وزارت سرپرست، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د یونېسف پلاوي هم پکې ګډون کړی و.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو، کمزورو بیخ بناوو، محدودو بشري سرچینو، زده کړو ته د ټولو په تېره بیا د نجونو د لاسرسي په تړاو خبرې وشوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:«ګډونوالو دغه راز د ټولو لپاره د زده کړې د حق د تضمین پر اړتیا، له ننګونو سره د مبارزې لپاره د ګډ لرلید پر رامنځته کولو او په ټولو سیمو کې د ټولو افغان زده کونکو لپاره په لوړ کیفیت سره د زده کړې د فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره هم خبرداری ورکوي، چې اوسمهال یې داسې یو اساس رامنځته کړی چې د اسلامي امارت پر هغو کسانو بندیز ولګوي، چې د ښځو د حقونو په نقض کې ښکېل دي.                                       

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره آنالنا باربوک څرګندوي:«موږ اوس‌مهال په بروکسل کې یو بنسټ جوړ کړی دی، څو په لومړي ځل وکړای شو، د طالبانو پر هغو کسانو په انفرادي ډول بندیز ولګوو، چې د ښځو د حقونو د پراخ نقض مسوولیت لري.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې په یو لړ جلا ټوېټونو کې په روان کال کې نجونو او ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«یو باثباته او پایښت لرونکی افغانستان له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د بندیز په څېر د افراطي تګلارو په لغوه کېدو پورې تړلی دی.» 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم وویل:«زموږ تر ټولو لویه هیله دا ده چې افغان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته ستنې شي. په ټولنه کې د هغوی مشارکت به د دغه هېواد لپاره روښانه راتلونکی وټاکي.»

محصله روبینا پویا وايي:«د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې باید د افغانستان د ښځو او نجونو پر مخ د اسلامي شریعیت پر قواعدو پرانیستل شي.»      

خو اسلامي امارت وايي، هڅه کوي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته تګ لپاره یوه لاره پیدا کړي.                          

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«په دې هکله اړوند ارګانونه دي. غوره ده چې له هغوی سره اړیکه ونیول شي او ولیدل شي چې تراوسه یې څومره کار کړی او څومره توانېدي مخ ته ولاړ شي. په ټول کې د نجونو زده‌کړې داسې یو مورد دی چې ‍‍‍درېدلي، خو ان‌شاالله لارې ورته لټول کېږي چې پیدا شي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، په جلا جلا ټوېټوټونو کې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو د زمینه له برابرېدو پرته پرمختګ ناشونی ګڼي.

بلخوا امریکا او المان هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه