Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۵۷ لرغونې سکې ملي موزیم ته وسپارل شوې

د بغلان ځايي چارواکو ۵۷ لرغونې سکې د افغانستان ملي موزیم ته وسپارلې.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، دغه اوه پنځوس سکې چې دوه زره کاله لرغونتیا لري، هغه مهال د سیمې د اوسېدونکو له لوري کشف شوې، چې د بغلان ولایت په جلګه آرام سیمه کې د سړک جوړونې کار روان و.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور اسد الله مصطفی هاشمي وايي:«کابو له دوه زره کاله ډېر لرغونتیا لري او البته دا وروستۍ څېړنې نه دي او پرې تحقیقات کېږي الحمدالله د اطلاعاتو او کلتور ریاست لاسته لوېدلې دي.»

بل خوا، د ملي موزیم سرپرست وایي، چې سرپرست حکومت د تاریخي آثارو ساتنې ته ژمن دی او یوازې په کب میاشت کې د پنځوسو تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د ملي موزیم سرپرست محمد زبیر عبادي څرګندوي:«ملي موزیم توانېدلی ډېر شمېر اثار چې له ګمرکونو او هوايي ډګرونو قاچاق کېدل مخنیوی یې وکړي.»

اخوا، د کابل ځينې اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د تاریخي آثارو د معرفۍ لپاره د ولایتونو په کچه نندارتونونه جوړ کړي.

د کابل اوسېدونکي محمد عمر وویل:«موږ په خپل هېواد کې ډېر اثار لرو، په ولایتونو کې چې دي هغه دې راوړي او نندارتون دې جوړ کړي چې ټول خلک راشي او ویې ویني.»

د کابل بل اوسېدونکی صلاح‌الدین ظفرخېل هم وايي:«هغه اثار چې زموږ له هېواده قاچاق کېږي مخه یې ونیسي چې د نورو هېوادونو په نام عرضه نه شي.»

په هېواد کې د وروستیو څو لسیزو جګړو په لړ کې د ملي موزیم نږدې سل زره لرغوني آثار غلا او قاچاق کړای شول، په تېره لسیزه کې یوازې شل سلنه دغه آثار بېرته راګرځول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه