Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شرعي قبالې او نکاح خط د وېش بهیر بیا پيلېدل

ستره محکمه وايي چې نن چهارشنبې د شرعي قبالې او نکاح خط د وېش بهیر له سره پيل شو.

د دغې محکمې مسوولان د رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناسته کې وايي، د هېواد ۳۴ ولایتونو محکمو او اړوندو ادارو ته يې د قبالو او نکاح خط کتابچې استولي او سر له نننه (چهارشنبې) به يې د وېش لړۍ پیل شي.

د دغه محکمې چاروکي زیاتوي چې دغه بهیر به په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په الکټرونیکي توګه پیل شي او په نورو ولایتونو کې به په عادي توګه ووېشل شي.

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو رییس حزب الله ابراهیمي وايي:«موږ اوس په ټولو ولایتونو کې شرعي قبالې وېشلې دي اجرات دا دي چې د چهارشنبې په ورځ موږ ټولو محکمو ته اجازه ورکوو او هر کس کولای شي خپلې اړوندې محکمې ته مراجعه وکړي او هلته خپله شرعي قباله ترلاسه کړي.»

د سترې محکمې مسوولان ډاډ ورکوي، چې د قبالو د وېش بهیر کې له ۹۰ سلنه د ډېرې جعل کارۍ مخنیوی شوی او اوس‌مهال په‌کې بشپړه روڼتیا راغلې ده.

د سترې محکمې د نشراتو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد څرګندوي:«موږ دوه ډوله قبالې وېشو، لومړنی ډول یې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې برېښنايي دي د د لپاره چې دلته عصري او برېښنايي ماشینونه موجود دي.»

بل خوا ځينې هېوادوال د قبالو د وېش پر روڼتیا ټینګار کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی نورالحدي وايي:«له سترې محکمې زموږ غوښتنه دا ده چې باید په دې برخه کې ټولې قبالې چې وېشل کېږي برېښنايي وي په دې معنا چې رونټیا به کې راشي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکي فواد هم وویل:«هر چا ته قباله ووېشل شي چې د هر کس ذلیت یو روڼ څيز وي چې وېشل کېږي برېښنايي شي په دې معنا چې رڼتیا په کې راشي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په ټولو ولایتونو کې د قبالو وېش درېدلی و. ستره محکمه وايي، دا قبالي هغه کسان ترلاسه کولی شي، چې د شرعي قبالي شرایط يې پوره کړې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه