Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر شپې په زلزله کې څلور ته مړه شوي او ۸۰ تنه نور ټپيان شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سه شنبې شپې زلزلې په پایله کې څلورو تنه مړه شوي او څه باندې ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سه شنبې شپې نه بجه او اوولس دقیقې، د رېکټر په کچه ۶.۵ درجې زلزلې د بدخشان، تخار، لغمان، پنجشېر او کابل ولایتونو په ګډون د افغانستان ځینې برخې ولړزولې.

د راپورونو پر بنسټ، دغې زلزلې په بدخشان، تخار، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې زیات زیان اړولی دی.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره، د پاکستان او تاجیکستان ځینې برخې هم لړزولې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«بدبختانه زموږ د ۸۰ شاخواه کې هېوادوال ټپیان شوي او څلور تنه شهیدان دي. شهیدان په تخار ولایت کې په کابل او او لغمان ولایت کې واقع شوي دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي زیاتوي:«۶۳ کورونه په نیمه او یا بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. او یو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.»

بل خوا په بدخشان کې ځينې زیانمن د وروستۍ زلزلې له امله اوښتي زیانونه زیات بولي. د بدخشان اوسېدونکو په وینا، د سه شنبې شپې زلزلې له امله یوازې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان اوسېدونکی عتیق الله وايي:«په دغه سیسټم چې دغه کور وینئ، په دغه ډول پنځوس کوره ویجاړ شوي دي.»

د بدخشان بل اوسېدونکی سید محی الدین هم څرګندوي:«اوس دې یوه خېمه او یو څيز دي وي چې ماشومان په کې خوندي کړو او ویده شو.»

د ریکټر په کچه ۶.۵ درجې زلزلې، د افغانستان سربېره د پاکستان او تاجیکستان ځینې برخې هم لړزولې دي. د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت ښودل شوی دی.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې دغې زلزلې په دغه هېواد کې د ۱۰ تنو ژوند اخیستی او څه باندې ۶۰ تنه یې په خیبرپښتونخواه کې ټپيان کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه