Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي بنسټونو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنې د ا.ا ټینګار

د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب وایي، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو مسلکي او تخنیکي برخې لا پیاوړې کړي.
  
د اسلامي امارت د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ اوڅارنې مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت د بستونو د برېښایي ازموینې پر مهال وایي، چې د اسلامي امارت مشرتابه مسلکي برخو او د هغو پیاوړتیا ته ډېره پاملره لري.

سیف الدین تایب په دې هکله وویل:«په ملاتړي برخه کې موږه هڅه کوو چې بستونه یې کم کړو، مسلکي او تخنیکي بستونه لا پیاوړي کوو او ادارې ته وايي چې څومره بست چې ستاسو په کار وي تاسې خپله اړتیا دلته وړاندې کړئ.»

بل خوا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسوولان وايي، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایي بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رییس عبدالحنان عارف الله څرګندوي:«هغه کسان چې دلته راغوښتل شوي، دوی ته یو امانت به اینده کې سپارل کېږي. او ددې لپاره هغه اشخاص چې د دې اهلیت ولري. او هغو کسانو ته دا امانت وسپارل شي.»

بل خوا، یو شمېر کسان چې د کور او ښارجوړونې وزرت په رقابتي ازموینه کې یې ګډون کړی دی، د استخدام په بهیر کې د روڼتیا او ځوانانو ته د کار د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.

د ازموینې ګډونوال محمد نبي طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه برېښنايي ازموینه دې یوه پړاویزه شي. د دې لپاره پوهېږئ چې دوه پړاویزه خپلې ستونزې لري.»

د چارو د ادارې ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷ زره بسته ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وو او په راروانه اوونۍ کې به د ښاروالۍ د ۱۶۷ بستونو چې اعلان ته سپارل شوي، ازموینه واخیستل شي. د دغه اداري دغه راز ټينګار کوي، چې دغه اداره هڅه کوي چې د ازموینې اخیستو بهیر اسانه کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسوولان وايي، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایي بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لري.

تصویر بندانگشتی

د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او څارنې مرستیال سیف‌الدین تایب وایي، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو مسلکي او تخنیکي برخې لا پیاوړې کړي.
  
د اسلامي امارت د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ اوڅارنې مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت د بستونو د برېښایي ازموینې پر مهال وایي، چې د اسلامي امارت مشرتابه مسلکي برخو او د هغو پیاوړتیا ته ډېره پاملره لري.

سیف الدین تایب په دې هکله وویل:«په ملاتړي برخه کې موږه هڅه کوو چې بستونه یې کم کړو، مسلکي او تخنیکي بستونه لا پیاوړي کوو او ادارې ته وايي چې څومره بست چې ستاسو په کار وي تاسې خپله اړتیا دلته وړاندې کړئ.»

بل خوا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون مسوولان وايي، چې د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې د روڼتیا د رامنځته کېدو لپاره په برېښنایي بڼه د ازموینې اخیستل په پام کې لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون رییس عبدالحنان عارف الله څرګندوي:«هغه کسان چې دلته راغوښتل شوي، دوی ته یو امانت به اینده کې سپارل کېږي. او ددې لپاره هغه اشخاص چې د دې اهلیت ولري. او هغو کسانو ته دا امانت وسپارل شي.»

بل خوا، یو شمېر کسان چې د کور او ښارجوړونې وزرت په رقابتي ازموینه کې یې ګډون کړی دی، د استخدام په بهیر کې د روڼتیا او ځوانانو ته د کار د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.

د ازموینې ګډونوال محمد نبي طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه برېښنايي ازموینه دې یوه پړاویزه شي. د دې لپاره پوهېږئ چې دوه پړاویزه خپلې ستونزې لري.»

د چارو د ادارې ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۲۹ ولایتونو کې ۱۷ زره بسته ازادې سیالۍ ته وړاندې شوې وو او په راروانه اوونۍ کې به د ښاروالۍ د ۱۶۷ بستونو چې اعلان ته سپارل شوي، ازموینه واخیستل شي. د دغه اداري دغه راز ټينګار کوي، چې دغه اداره هڅه کوي چې د ازموینې اخیستو بهیر اسانه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه