Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له افغانستانه د ځواکونو وتلو په اړه معلومات له ګانګرېس سره شریکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، تر راتلونکې څه کم یوې میاشتې به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه معلومات له ګانګرېس سره شریک کړي.

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي، انټوني بلېنکن به د اپریل میاشتې تر نیمايي پورې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپل هېواد پارلمان ته معلومات ورکړي.

انټوني بلېنکن وايي: «زه متعهد یم چې دغه اطلاعات د کنګرې په واک کې ورکړم او دغه کار به وکړو. موږ به دغه کار د اپرېل میاشتې تر نیمايي ترسره کړو. موږ به خپلې موندنې شریکې کړو او د دغه کار د تر سره کولو لپاره به په راتلونکو درېیو اونیو کې یو مناسب میکانیزم جوړ کړو.»

له بل لوري ښاغلی بلېنکن وايي، د افغان متحدینو د بیا مېشتېدو لپاره یې د بودجې غوښتنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «بالاخره بودجه به زما او همداراز تاسو ټولو ته یو مهم لومړیتوب وي او دغه بودجه به د تل پاتې هرکلي او زموږ د افغان متحدینونو د د بیا مېشتېدو لپاره د دولت هڅه وي. دا یعنې پر خپلو وعدو وفا او له هغو کسانو سره وفا ده چې، د امریکا تر څنګ یې خدمت کړی دی.»

د چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته دغه هېواد منزوي شوی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وايي: «د دې فرصت چې یو حکومت او د خلکو په رایه جوړه شوې ولسواکي جوړه شي، له منځه لاړ، د دې فرصت چې اقتصادي وده ولر، له منځه لاړ. د امریکایانو وتلو داسې وضعیت رامنځ‌ته کړ چې موږ د نوي یمې لسیزې په څېر څنډې ته کړو.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه په‌دې اړه سید مقدم امین وايي: «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د نظام پاشل کېدو تر څنګ افغانستان سیاسي منزوي کړ او د امریکا یکړ قدرت یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.»

تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي چې، له افغانستانه د آمریکا وتنه د دواړو خواو په ګټه وه.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتنې وروسته له افغانستان سره د بهرنیانو مرستې بندې شوې او دغې چارې بیا ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

نوید د کابل اوسېدونکی وايي: «له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته له بده مرغه ټول ښوونیز بنسټونه له ستونزو سره مخ شول او د نجونو او زده‌کړیالانو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړل شوې.»

تر دې مخکې د امریکا د ګانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې څو وارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې د څرنګوالي په تړاو د اطلاعاتو ورکړې غوښتنه کړې وه او همداراز یې خبرداری ورکړی وو که چېرې معلومات ورنه‌کړ شي؛ نو دغه بهیر به جبري کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه