Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په څوارلسو هېوادونو کې د اسلامي امارت د ډېپلوماټانو حضور

اسلامي امارت وایي، تر اوسه یې ۱۴ هېوادونو ته خپل ډېپلماټان لېږلي او هڅه کېږي، څو نور سفارتونه او قونسلګرۍ هم اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د تېر حکومت یو شمېر ډيپلوماټان چې دمګړۍ په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه  اداره کوي، د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلې کونسلي چارې پر مخ بیايي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «ښايي یو شمېر یې وي چې تر اوسه له موږ سره په اړیکه کې نه‌دي شوي یا یې نه غوښتل، دوی د کومې اړخ استازیتوب نه‌کوي، خو ځینې هغه ډېپلوماټان چې له بهرنیو چارو وزات سره په اړیکه کې دي، په بشپړ ډول له اسلامي امارت او افغانانو استازیتوب کوي.»

د تېر حکومت یو شمېر ډيپلوماټان چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو مسوولیت لري وايي، د اسلامي امارت له لوري د نړۍوالو د غوښتنو د نه عملي کېدو له امله له کابل سره رسمي اړیکې نه‌لري.

پخوانی ډېپلوماټ مهدي منادي وايي: «یو شمېر یې چې په هغو هېوادونو کې فعالیت کاوه، د هغه هېواد له سیاسي وضعیته متاثر او اړ شوي چې له طالبانو سره همکاري وکړي، خو د دې سفارتونو ډېری چې په اروپا او امریکا کې دي، د دوی دریځ توپیر لري.»

پخوانی ډېپلوماټ میرویس غیاثي وايي: «هغه بنسټونو چې په رسمي ډول فعالیت کاوه او فعال و، د افغانستان سیاسي استازولۍ او سفارت‌خونې وې چې له بده مرغه بهرنیو چارو وزارت وزیر او مرستیالانو یې یو بېړنی او ګټور ګام نه‌دی اخیستی چې زموږ د سیاسي استازولیو او سفارت‌خونو وضعیت جوړ کړي.»

خو د چارو ځينې شنونکي بیا وايي، تر هغې چې اسلامي امارت په رسمیت و نه پېژندل شي؛ نو په نورو هېوادونو کې به د افغانستان د سفارتونو برخلیک همداسې ناروښانه پاتې شي.

په روم کې د افغانستان سفارت ډېپلوماټ احمد خالد اکبر وايي: «د کابل له ادارې سره هېڅ ډول رسمي اړیکه نه‌لري. د دې سفارت یوازېنۍ موخه خپلو هېوادوالو ته په بشپړ او شفاف ډول د کونسلي او نورو اړوندو خدماتو وړاندې کول دي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «هغه ډېپلوماټان چې په لوېدیځو هېوادونو کې دي، په‌دې هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات وړاندې کوي او دا یوه اسانتیا ده، خو د اصولو له مخې، دوی باید خپل عایدات خپاره کړي.»

اسلامي امارت وايي، دمګړۍ د سرپرست حکومت ډيپلوماټان په تهران، استانبول، اسلام‌اباد، دوبۍ، کرملېن، بېجېنگ، استانې او ځینو عربي او افریقايي هېوادونو کې حضور لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه