Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴۰۲ ښوونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل شو

ځينې زده کوونکې نجونې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال په لومړۍ ورځ په کابل کې وايي چې یوځل بیا له حسرت او ناهیلۍ سره مخ شوې.

دغه زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې پرانیزي.

مریم د اووم ټولګي زده کوونکې ده او د زرګونه نورو زده کوونکو په څېر د نجونو د متوسطو او لېسو خلاصون ته په تمه وه؛ خو لا هم د دغو ښوونځيو برخلیک نه دی روښانه شوی.

زده کوونکې مریم وايي:«ولې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي؟ کله چې یوه ښځينه ډاکټره نه وي، یو ښځه نرینه ډاکټر ته ولاړه شي؟»

بله زده کوونکې صدف هم څرګندوي:«ما نن ډېر خراب حس درلود، ځکه ښوونځي ته ولاړه نه، کله چې په لار کې څوک وینم چې ښوونځي ته ځي دا ډېر خراب حس دی چې زه نه شم تلای.»

له دې سره سم، ځينې نارینه زده کوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې، نجونو ته هم د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

زده کوونکی فیض الله وايي:«ښوونځی ډېر عالي و. پرانیستل شو او ولاړو؛ خو یوه څیز ته خپه یم چې زموږ د خویندو ښوونځي تړلي پاتې دي.»

په ورته وخت کې د کابل او خوست ځينې اوسېدونکي هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په تړاو د خلکو پر غوښتنې غور وکړي.

قومي مخور حاجي آدم خان وايي:«زموږ د ټولو خلکو غوښتنه همدا ده او باید دغو غوښتنو ته پاملرنه وشي.»

کابل مېشتی محمد حسین هم څرګندوي:«د نجونو د ښوونځیو دروازې دې هم پرانیستل شي چې موږ وکړای شو یوه ښه راتلوونکې ولرو.»

تر دې مخکې د پروان امنیه قومندان ویلي چې پر روزنیز نصاب له بیاکتنې وروسته به ډېر ژر د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د کابل او خوست ځينې اوسېدونکي هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په تړاو د خلکو پر غوښتنې غور وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه