Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ماتې خوړلي هېوادونه نه‌پرېږدي چې نړۍواله ټولنه له ا.ا سره تعامل وکړي

د اسلامي امارت ویاند وايي ځينې هغه هېوادونه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ماتې خوړلې، له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې لاهم ځينې هېوادونه له اسلامي امارت سره تعامل ته لېواله دي.

ښاغلي مجاهد وايي:«ځينې هېوادونه په دې برخه کې خنډ شوي دي. هغه هېواده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده. هغه هېوادونه چې په شرمېدلي بڼه ووتل. هغوی طبعاً تراوسه خپل تعامل عادي کړی نه دی او د دې خنډ شوي چې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د ښه تعامل ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، سرپرست حکومت به د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې د موخو عملي کېدو ته غاړه کېنږدي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه:«تراوسه د خپلو موخو په هڅه کې دي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د خپلواکۍ د ساتنې او ډېره اوږده مبارزه کړې ده او د خپل دغه دریځ ساتنه به وکړي.»

د چارو ځینې شنونکي د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو لګول د رسمیت پېژندنې پر وړاندې ستر خنډ ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:«اسلامي هېوادونه تر هغې چې د نجونو ښوونځي تړلي دي. نه غواړي چې په رسمیت یې وپېژني؛ ځکه نه غواړي چې د بشري حقونو د وضعیت یوه نامناسبه بېلګه په رسمیت وپېژني.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم کارکر هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«زه فکر کوم چې د دغه تعامل په وړاندې درې بنسټیز خنډونه موجود دي. لومړی دا چې د یوه لوري له خوا د جنس سرې کرښې او ارزښتونه نشته. دویم د حکومتوالۍ ډول ته د دواړو لوریو لیدلوری متفاوت دی.»

تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په یوې مقاله کې پر افغانستان د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو او همداراز له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتنه کړې ده.

امیرخان متقي په دې مقاله کې په هېواد کې د اقتصادي بحران تر ټولو ستر لامل پر افغانستان د لوېدیځوالو او په ځانګړې توګه د امریکا له لوري لګول شوي بندیزونه په ګوته کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، سرپرست حکومت به د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوالې ټولنې د موخو عملي کېدو ته غاړه کېنږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه