Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د وتلو د معلوماتو چمتو کولو لپاره بلېنکن ته دوه ورځنی مهلت

د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې رییس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته دوه ورځې وخت ورکړی چې له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله سندونه د دغې کمېټې په واک کې ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې رییس مایک مک ګواښ کړی که چېرې انټوني بلېنکن د روانې اوونۍ تر دوشنبې پر دغې غوښتنې عمل ونه‌کړي، د استازو د جرګې له خوا به وبلل شي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه معلومات به روان کال د اپرېل تر نیمايي پورې به د دغې کمېټې په واک کې ورکړي؛ خو د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس د انټوني بلېنکن څرګندونې بې معنا وبللې.

مایک مک کال ویلي:«زه احضاریه لرم، همدلته ده او زه یې وړاندې کولو ته چمتو یم. زه فکر کوم چې د فډرال د یوه پخواني څارنوال په توګه پوهېږئ چې کارونه حل کړئ. خو کله چې نه شي کولای، اړ کېږي، د احضار، یا نیونې او یا د سزا په غوښتنې سره مخته ولاړ شئ. نو زه د دوشنبې ورځې د کاري ساعت تر پای ته رسېدو وروسته، تاسو ته فرصت درکوم چې د دغې کمېټې لپاره سندونه برابر کړئ.»

خو ولې امریکا متحده ایالتونو او متحدانو یي افغانستان پ بېړه پرېښود؟

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:«یو ستر عامل یې دا و چې امریکایان او په ټول کې بهرنیان د افغانستان له جګړې ستومانه شوي وو او نور یې نه غوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي. پر دې اساس ډېر ژر یې هوکړه لیک لاسلیک کړ او له افغانستانه ووتل.»

د سیاسي چارو بل شنونکی ویس ناصري هم څرګندوي:«د دغه غیر مسوولیتوالي سند او ثبوت د افغانستان له جګړې د امریکا تېښته، د نظام سقوط، د حاکمیت او حکومت په ځانګړي توګه د ۳۰۰ زره کسیزې ملي اردو سقوط دی چې د دغې وتنې پایله ده.»

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دغه وزارت دغې کمېټې ته د اسنادو لېږلو ته ژمنه دی او تر اوسه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د لامل په تړاو له دغې کمېټې سره د سپناوي لسګونه غونډې کړي او دغې کمېټې ته یې سلګونه پاڼې اسناد او شواهد ورکړدي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه معلومات به روان کال د اپرېل تر نیمايي پورې به د دغې کمېټې په واک کې ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه