Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د ا.ا کابو ۲۵ برحاله او پخواني چارواکي په تور نوملړ کې دي

سرپرست حکومت د امریکا او ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت ویاند وايي چې د سرپرست حکومت کابو د ۲۰ تر ۲۵ د برحاله او پخوانيو چارواکو نومونه په تور نوملړ کې دي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«ویلای شم چې کابو ۲۰ تر ۲۵ تنه وو چې په تور نوملړ کې وو او همدارنګه بندیزونه لګول شوي وو ځينې په حق رسیدلي، ځینې نور چې ژوندي دي یو کم شمېر یې په نظام کې دي ځينې ښايي کار هم ونه کړي.»

نوموړی له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو نه ایستل د دوحې هوکړې خلاف ګڼي. او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې له اسلامي امارت سره د فشار پر ځای د تعامل لار غوره کړي.

ښاغلی مجاهد څرګندوي:«موږ په ځلونو ویلي چې تحمیل او همدارنګه فشار او زور ویل پایله نه لري، تېرو شلو کلونو یا شل کلنې جګړې ثباته کړه چې د افغانستان خلک فشارونو ته نه تسلیمېږي، غوره ده تعامل وشي، غوره ده چې د فشار پر ځای تفاهم او مذاکرات وشي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې د اسلامي امارت له لوري د نړۍوالو د غوښتنو نه عملي کېدل د دې لامل شوي چې د سرپرست حکومت د چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو او امریکا له تور نوملړه ونه ایستل شي.

د سیاسي چارو شنوونکي طارق فرهادي وویل:«د کار او زده‌کړو لپاره د ښځو د حقونو ورکړه او په ټولنه کې ګډون، او له ملي خبرو اترو وروسته د افغانستان په مشرتابه کې د هغو کسانو شاملول چې د طالبانو په غورځنګ کې نه دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سلیم کاکر هم وايي:«زه فکر کوم چې دا پر اسلامي امارت د نړۍ د سیاسي فشارونو د کڅوړو یوه برخه ده، دا چې اسلامي امارت د نړۍ اوسنی نظام او قوانین ومني.»

د ۱۴۰۰ کال د تلې په وروستیو کې د روسیې ولسمشر وویل، ډېر ژر به د اسلامي امارت د چارواکو نومونه له تور نوملړه وباسي؛ خو لا تر اوسه دغه خبره عملي شوې نه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه