Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې سوالګرو ته د مرستې رسولو بهیر پیل

د ریاست الورزاء اقتصادي مرستیال له هغو سوالګرو سره چې مخکې راټول شوي، د مرستو د وېش په غونډه کې وايي، د روژې په مبارکه میاشت کې به له ۳۰ زره ډېرو سوالګرو ته مرستې ووېشل شي.

د دې پروسې په لومړي پړاو کې له یو زرو شپږ سوه کورنیو سره مرسته وشوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«کوم کسان چي لېست شوي دي او موږ چې کومه اداره دوی ته جوړه کړې ده، تقریبآ د ۳۰ زره او ۵ سوه په شاوخوا کې سوالګر لېست دي، چې ټولو ته به ژر مرستې ورکړل شي.»

ملا عبدالغني برادر زیاتوي، هڅه کوي، چې په هېواد کې هیڅوک بیا د سوالګرۍ لپاره چاته لاس ونه غځوي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي له سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د روژې په میاشت کې له اړمنو کسانو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

ښاغلی برادر وايي:«موږ هڅه کوو او ان شاءالله دا تمه لرو، چې بیا به داسې څوک پیدا نه شي، چې چا ته لاس وغځوي او زه ځان په دې مکلف ګڼم، ترڅو سوالګر نور سوال کولو ته اړ نه شي.»

د کابل ولایت د مهاجرینو رییس عبدالمتین رحیم زی هم څرګندوي:«اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، چې ټول ولس په خپلو پښو ودریږي او له دې وروسته نور څوک اړ نه شي، چې بل ته د سوالګرۍ لاس ونیسي.»

په ورته مهال د دغو مرستو ځیني ترلاسه کوونکي وايي، چې په بد وضعیت کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

اړمنه بصیره وايي:«ډېر سخت حالات راباندې تېرېږي. تېر ژمی مې په ډېر بد وضعیت کې تېر کړ، چې یوازې خدای ج ته معلوم دی.»

بله اړمنه فرزانه هم زیاتوي:«زه ګونډه یم او اوس‌مهال له بد اقتصادي وضعیت سره مخ یم، نو له سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غواړو، چې له ما او نورو بې وزلو افغانانو سره مرستې وکړي.»

د سوالګرو د راټولولو د کمېټې د اطلاعاتو پر بنسټ، تر اوسه پورې له کابل ښار څخه څه د پاسه ۳۰ زره سوالګر راټول شوي او پر ټولو باندې به د نغدو او خوراکي توکو مرستې وویشل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه