Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لیکوال، څېړونکی غلام محمد محمدي ومړ

د هېواد تکړه لیکوال، څېړونکی او تاریخ لیکوونکی غلام محمد محمدي د ۶۹ کلونو په عمر ومړ.

د هغه خپل خپلوان وايي، هغه له څو کلونو راهیسې پر سرطان اخته و او بالاخره د شنبې په ورځ په کابل ښار کې ومړ.

هغه ۳۱ چاپ او ناچاپ اثار لري.

د استاد محمدي له خپلوانو عبدالمبین وايي:«هم یې تقوا لرله او هم یې پرهیزګاري او په بې وزلۍ کې یې ژوند کاوه خو په ویاړ یې ژوند کاوه.»

د استاد محمدي له خپلوانو عزت الله نظري هم وویل:«هغه سرچینې چې له ښاغلي محمدي صاحب نه پاتې دي هم هغه اثار دي چې اسناد یې د ګاونډیو هېوادونو، اروپايي هېوادونو له ارشیفونو راټول کړل شوي او د ځوانانو په واک کې ورکړل شوي.»

ځینې لیکوالان وايي، غلام محمد محمدي د تاریخ په تړاو تر ډېره منتقدانه او انتقادي لیدلوری درلود. او له سرپرست حکومته غواړي چې د هغه د پاتې اثارو په چاپ او خپرولو کې هڅه وکړي.

غلام محمد محمدي په ۱۳۳۳ کال کې په پنجشېر کې وزېږېد او د خپل عمر ډېره برخه یې په څېړنو کې تېره کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه