Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د متوسطو او لېسو د پرانیستو لپاره د شپږم ټولګي زده کوونکو نجونو غوښتنه

د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پيل په دویمه ورځ، د شپږم ټولګي ځينې زده کوونکې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

دغه زده کوونکې وايي، که دوی ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه‌کړل شي، شپږ کلنې زده کړې به یې په اوبو لاهو شي.

د شپږم ټولګي زده کوونکې نیلوفر وايي:«موږ له طالبانو هیله لرو چې موږ د نجونو په لوړو ټولګیو کې هم پرېږدي.»

د شپږم ټولګي بله زده کوونکې البنین هم څرګندوي:«له اسلامي امارته هیله کوو چې د نجونو ښوونځي له شپږم تر دولسم ټولګي پرانیزي.»

په ورته مهال، د منځنیو ښوونځیو او لېسو ځینې زده کوونکې د خپلو ښوونځیو له تړل پاتې کیېو اندېښمنې دي او وايي چې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

طراوت چې، د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، د زده‌کړو په برخه کې نجونې او هلکان مساوي حق لري.

هغه زیاتوي:«د ښځې او نر حقوق یو دي، موږ هم حق لرو چې زده‌کړې وکړو. درس ووایوو، موږ یو ناڅرګنده راتلوونکی لرو، د ښځو راتلوونکی بیخي نامعلومه دی؛ ځکه چې زده‌کړې نه کوي.»

یو شمېر کورنۍ هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو متوسطې او لېسې هم پرانیزي. دوی وايي، لوڼې یې ښوونځيو ته د نه تګ له امله له رواني ستونزو سره مخ شوې دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالجمیل وايي:«لوڼې مې ډېرې ناهیلې دي. څلور لوڼې مې دي او په ښوونځیو کې شاملې دي. دې ته سترګې په لاره وې چې په ۱۴۰۲ کال کې ان‌شالله چې د طالبانو د مشرتابه له لوري بېرته پرانیستل کېږي؛ خو ډېرې ناهیلې شوې. د دوی دغه ناهیلي ماته ډېره ناهیلې رامنځته کړې ده.»

له څه باندې اتلسو میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوي او دغې مسئلې ته له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره لا هم د یادو ښوونځیو برخلیک نه دی روښانه شوی.

له څه باندې اتلسو میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه