Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل ښار کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

نن (دوشنبه) له غرمې وروسته د کابل ښار دویمي امنیتي حوزې اړوند په ملک اصغر څلور لارې کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه یو ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په‌دې پېښه کې شپږ ملکیان وژل شوي او د دریو امنیتي ځواکونو په ګډون یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ پر ټویټر زیاته کړې: «د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو.»

ورته مهال په کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د نننۍ چاودنې له ځایه دوی ته د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ ټپیان ور وړل شوي او په خبره یې دوه کسانو دې روغتون ته د لېږدولو پر مهال په لاره کې ساه ورکړې ده.

تر دې مهاله هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه