د استخباراتو عمومي ریاست تېره شپه په بلخ کې د داعش خراسان څانګې د درې مهمو غړو له وژل کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکیني استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې په هوکړهلیک کې هوکړه کړې چې له داعش سره به مبارزه کوي او د دې ډلې د مشرانو له منځه وړل د دغې هوکړې ښکارندوی دی.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، متحده ایالتونه او اسلامي امارت باید د دوحې هوکړهلیک د بشپړ اجرا لپاره خپل تعامل چې د دواړو لوریو په ګټه دی، زیات کړي.
د سیاسي چارو کارپوه سلیم کاکړ په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کله چې عملیات کېږي، دا هم د امریکا او هم د اسلامي امارت په ګټه ګڼي. چې دا په خپله د داعش جنګیالي د اسلاي امارت پرضد تحریک کوي.»
ښاغلی خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره شپه د استخباراتو عمومي ریاست په یوه ټویټ کې په بلخ کې د داعش ډلې د درې غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، د مزازشریف په پنځمې، اتمې او لسمې حوزو کې د عملیاتو په لړ کې، د داعش خراسان څانګې د قضایه قوې رییس او موقت والي مولوي ضیاءالدین، د داعش خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د پوځي تمرینونو او بم جوړولو روزونکی سلمان تاجیکستانی وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«په درې ناحیو کې په شپږمه، پنځه او لسمه ناحیه کې، په ضمن کې وروستیو معلوماتو وښوده چې د دوی مهم مشران په کې وژل شوي دي.»
ځينې سرچینې وایي چې د داعش خراسان څانګې د غړو ترمنځ خپلمنځي اختلافونه ډېر شوي دي. په همدې حال، د پوځي چارو شنونکي په دې باور دي چې د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت وروستي اقدامات د دې ډلې د کمزوري کېدو لامل شوی دی.
د پوځي چارو شنونکي عبدالمتین محمدخېل وویل:«داعش چې هر چېرته سر جیګ کړی دی هلته ځپل شوي دي. هلته اسلامي امارت ورته جدي اقدام کړی دی. نو په هغه اندازه نشته چې د امریکا مشران دوی ته غټ ښودنه کوي.»
د پوځي چارو بل شنونکی اسدالله ندیم هم وايي:«دا چې طالبانو د داعش پر ضد کړنه کړې او غواړي چې داعش وځپي، یو ښه اقدام دی. طالبان باید په دې برخه کې روڼتیا په پام کې ونیسي.»
د سرپرست حکومت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېر یو کال کې په هېواد کې د داعش خراسان څانګې د ځپلو په موخه ۷۰ پوځي عملیات شوي چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې څه باندې ۱۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه