Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت ته‌څېرمه ځانمرګي برید ته غبرګونونه

کابل کې د تېرې ورځې له ځانمرګي برید وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ، اروپايي ټولنې او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه برید وغنده او د دا ډول بریدونو د درېدو غوښتونکي شول.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه پېښه غندلې ده او هغه یې بشري ضد عمل بللی دی.

د کابل ښار د ملک اصغر څلور لاره کې د تېرې ورځې په برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او څه باندې لس تنه نور ټپیان شوي دي. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:«دغه ترهګریز اقدام د بشریت ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف عمل ګڼم.»

عبدالله عبدالله هم ویلي:«زه د روژې په مبارکه میاشت کې دا برید او د بې ګناه خلکو په نښه کول په کلکه غندم او د ټولو انساني او اسلامي اصولو پر خلاف یې ګڼم.»

د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څرګندوي:«د خوارجو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو په پایه کې دغه عناصر له منځه تللي او اوس له بې ګناه خلکو خچ اخلي.»

داعش ډلې په یوې خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د اسلامي مارت د ویاند مرستیال بلال کریمِ وايي:«د داعش ښکارنده چې په هېواد کې شتون لري. دم ګړۍ ۹۰ سلنه ځپل شوي او په دې هکله اسلامي امارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې یې ولې پرې کړي او له منځه یې یوسي او له دغو وړې او کوچنۍ پېښې چې رامنځته کېږي په ټوله نړۍ کې رامنځته کېږي.»

د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکي اسدالله رحماني جنازه د هغه د ابدي کور پر لور وړي، څو یې وروستۍ مخه ښه ورسره وکړي.

اسدالله رحماني د دوشنبې په ورځ په کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه په چاودنه کې ووژل شو.

د اسدالله رحماني د خپلوانو په وینا، هغه پخوا د ایران، پاکستان، ترکمنستان او جاپان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ډيپلوماټ په توګه کار کړی دی.

د اسدالله رحماني زوی عبدالله طلوع‌نیوز ته وویل:«وارخطا شول او ژر راورسېدل. اوښی او دوه خویندې مې راغلل او مور مې راغله؛ خو اجازه یې رانه کړه یواې اوښی مې ولاړ او موږ جګرخونه بیرون په تمه وو، ومو لیدل چې یو عسکري موټر راغی چې شاته یې پلار مې و.»

اسدالله رحماني نن (سې‌شنبې) خاورو ته وسپارل شو.     

د اسدالله رحماني زوم  فهیم وايي:«د بهرنیو چارو وزارت د ارشیف په برخه کې هم دنده ترسره کوله. کابو ۱۵ تر ۲۰ کلونو یې دلته دنده ترسره کوله.»

په دې لړ کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د امنیت د ټينګښت  او د دغه راز پېښو د عاملانو د مجازاتو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي عبدالجبار وویل:«کله چې ټول بشپړ مسلمان دي. دا ډول چاودنه او ځانمرګی کېږي موږ ډېر په اندېښنه کېږو. کابو ۴۴ او ۴۵ کاله کېږي چې دغه وضعیت دوام لري.»

د افغانستان لپاره د امرکیا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ ویلي دي:«افغانان خورا ډېر ځورېدلي دي او ترهګري که په هر دلیل او هرځای کې وي، د دفاع وړ نه ده.»

د دوشنبې برید د قربانیانو کورنۍ د امنیت د تامین او د دغه ډول پېښو عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه