Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قطر له یوه روزنتونه د خپلې کورنۍ غېږې ته د یوې افغانې ماشومې ستنېدل

یوه ماشومه چې خپل مور او پلار یې د ۱۴۰۰ لمریز کال په وږي میاشتې د کابل د هوایي ډګر په خونړۍ چاودنه کې له لاسه ورکړي وو، له نولس میاشتو وروسته د خپلې کورنۍ غېږې ته ستنه شوه.

دغه ماشومه الیزا نومېږي او په قطر کې تره ته یې وسپارل شوه.

د الیزا تېره یارمحمد نیازی له اوښکو په ډکو سترګو وایي، چې له نږدې دوه کاله بیلتون وروسته په لومړۍ ځل خپله ورېره په غېږ کې نیسي.

د الیزا تره وايي:«زه ډېر خوشحاله یم، له ډېرې خوشحالۍ څه نه شم ویلای. اوس دا خپل موږ او پلار ته استوم. که چېرې خبر شي چې الیزا پيدا شوې خوشحالېږي. کله چې خبر شي چ الیزا له ما سره ده، د همدغه خبر په تمه دي چې الیزا کله له هغوی سره یوځای کېږي.»

کله چې د کابل په هوایي ډګر کې د زرګونو کسانو په منځ کې خونړۍ چاودنه وشوه، یوه شپاړس کلن زلمي یوه میاشتنۍ الیزا پیدا کړه او له ځانه سره یې قطر ته بوتله.

ماشومه الیزا قطر ته له رسېدو وروسته، د یتیمانو د ساتنې یوه مرکز ته وسپارل شوه. په قطر کې د یتیمانو د ساتنې مرکز  پر دغې ماشومې د مریم نوم اېږدي او وروسته د فېسبوک د ټولنیزې شبکې له لارې هڅه کوي، چې خپلوان یې پیدا کړي.

بالاخره دغه مرکز د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د دغې ماشومې تره چې په افغانستان کې و، د فېسبوک له لارې پیدا کوي او د ډي ان ان له معایناتو وروسته څرګندیږي چې یارمحمد نیازی یې تره دی.

د دریما یتیمانو د ساتنې د مرکز مدیره منیره البلوشي وايي:«د کورنیو سره یوځای کول زموږ اصلي موخه ده، له همدې امله موږ د دریما د یتیمانو د ساتنې د مرکز او د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ خپلې کورنۍ ته د الیزا د رسولو لپاره کار وکړ. زموږ موخه دا وه چې هغه له افغانستانه له خپلې کورنۍ سره یوځای کړو څو له خپل خور او ورور سره وګوري. موږ د دریما د یتمیانو د ساتنې په مرکز کې د هغې لپاره کورنۍ وو او موږ هڅه وکړه چې د هغې ښه ساتنه وکړو. موږ به په مریم پسې خپه شو، خو هغې ته د خپلې کورنۍ ترڅنګ د خوښۍ او سلامتۍ د ژوند هیله لرو.»

تر هغې وروسته چې د الیزا خپلوان وپېژندل شول، هغوی د قطر دوحې ته ولېږدول شول او د الیزا پر دوو خویندو سربېره، د هغې ورور، تره، توړۍ ګانې او د تره زوی هم دوحې ته ولېږدول شول.

دغه کورنۍ به یوه اوونۍ د دریما د یتمیانو د ساتنې په مرکز کې له الیزا سره پاتې شي او تر هغې وروسته به امریکا او یا بریتانیا ته ولاړه شي.

د قطري چارواکو په وینا، اوس الیزا له خپلو خپلوانو سره یو ځای شوې ده او هڅه کیږي چې تر یوې اوونۍ امریکا متحده ایالتونو او یا بریتانیا ته ورته د سفر زمینه برابره شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه