Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په دغه راپور کې په نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وضعیت په ځانګړې توګه د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ وضعیت محدود شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي:«د ښځو پر حقونو، د رسنیو پر ازادۍ او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي. هغه بنسټونه چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي، په جدي توګه محدود یا په بشپړه توګه تړل شوي دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په دغه راپور کې نړۍ د بشري حقونو په مسئله کې په دوه مخۍ تورنه کړې او د ځینو لوېدیځو هېوادونو دوه مخی چلند یې د افغانستان او اوکراین له کډوالو سره پرتله کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې څېړونکی زمان سلطاني وايي:«موږ په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د نقض شاهد یوو. اوس له شپږم ټولګي پورته نجونې ښونځیو ته د تګ اجازه نه لري.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ په جلسه کې په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن څرګندوي:«په افغانستان کې ښځې د طالبانو د هغو هڅو پر وړاندې اعتراضونه کوي، چې غواړي دوی له ورځني ژونده ګوښه کړي. دوی اوس هم داسې لارې لټوي چې د بشري حقونو د سرغړونو اسناد ثبت کړي. دوی لاهم د خپل هېواد د روښانه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.»

له بلخوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، د ټولو افغانانو حقوق تر بل هر وخت ښه تامين شوي دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وویل:«د خپلې توانايي په پام کې نیولو سره د ولس ټولو اسلامي حقوقو ته ژمن یوو. د ښځو لپاره د سوداګریزو مارکېټونو جوړول او د سوداګرۍ جلا خونه د دغو اقداماتو څخه د پيل یو قدم دی.»

د ښځو د حقونو فعاله  ثریا پیکان هم وايي:«له نړۍ سره د اړیکو د عادي کولو لپاره باید نړۍوال نورمونه مراعات شي، دننه په افغانستان کې د افغان وګړو حقونه په پام کې ونیول شي او له خلکو سره اړیکې تامینې شي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې په نړۍ او افغانستان کې د خلکو د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی. د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، د تېر کال تر پيله په افغانستان کې ۳،۸ مېلیونه کسان بې ځایه شوي وو.
 
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر وايي، د ټولو افغانانو حقوق تر بل هر وخت ښه تامين شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه