Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو کمپاین پیلېدل

د تریاکو حاصلاتو د راټولولو موسم په رانږدې کېدو سره، د هېواد په لوېدیځ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.

د هرات امنیې قومندانۍ د مسوولانو په وینا، امنیتي ځواکونه کلي په کلي ګرځي او د نشه‌یي توکو کروندې له‌منځه وړي.

د هرات امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات‌الله روحاني وايي: «زموږ عملیات روان دي، په سلګونو جریبه ځمکه موږ د تریاکو (کوکنارو) له کښت څخه پاکه کړې ده، هغه په مختلفو-مختلفو ولسوالیو کې ده.»

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې ځواکونه، د کوکنارو کروندېو د لمنځه وړلو کمپاین د امنیت ټینګولو په پار، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کارکوونکو ملتیا کوي.

د هرات د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې اداري مدیر محمد اصف محمدي زیاتوي: «د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پرسونل زموږ په اختیار کې دی، ان‌شاء الله په هرات کې یې ورسره همکار یوو.»

په همدې حال کې یو شمېر کرونګر وایي، حکومت باید د کوکنارو کروندو لمنځه وړلو په بدل کې له دوی سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي.

کروندګر غلام محمد زیاتوي: «دولت چې د کوکنارو کښت له منځه وړی ښه کار دی، که له کروندګرو سره مرسته وشي، دوی کوکنارو ته مخه نه‌کوي او خپله بل کښت کري.»

د کوکنارو کروندو د ویجاړولو کمپاین د هرات سربېره په غور، بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې هم مهاله پیل شوی دی. تمه ده چې د تریاکو حاصلاتو د راټولولو موسم مخکې، د هېواد په لوېدیځ کې د کوکنارو کروندۍ ویجاړې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه