Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌الرحمن حقاني: هغه هېوادونه دې محاکمه شي چې جنګي جرمونه یې تر سره کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، هغه هېوادونه چې د تېرو څلورو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې بېلابېل جنګي جرمونه تر سره کړي، باید نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي.

خلیل‌الرحمن حقاني په پکتیا کې د مرستو د وېش په یوې غونډه کې زیاته کړې، لا هم ځینې هېوادونه په یو او بل نوم ستونزې جوړوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني زیاتوي: «د شوروي پخوانی حکومت د هغه ټول غلامان که هغوی په داخل او خارج کې وي، د امریکا او ناټو هېوادونو چې زموږ افغانستان یې وران کړی، دوی د نن مسوول دي، باید افغانان ته حساب ورکړي او باید نړیوالې محکمې ته کش شي.»

ښاغلی حقاني که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو وايي، ځينې هېوادونه لا هم افغانستان کې په يو او بل نوم ستونزې جوړوي او په خبره یې که دا ځل یې تېری وکړ، له ورته غبرګون سره به مخ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وايي: «نن چې هر څومره نړیوال غواړي په یو نوم او بل نوم، خو الحمدلله افغانان متوجه دي.»

 په همدې حال کې د چارو یو شمېر شنونکي هم افغانستان کې د جنګي جرمونو پر بې‌پرې څېړنه ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «نړیوالې محکمې کولای شي، هغه هېوادونو چې جنګي جرمونه یې تر سره کړي، دغه عاملین محکمه کړي، خو دلته په افغانستان کې چې اکثرو هېوادونو لاسوهنه کړې یا هېواد ته راغلي وو، دوی به ځینې اسناد لري چې د وخت دولتونو سره یې پروټوکولونه کړي دي، د همغه پروټوکول پر بنیاد راغلي او د ملګرو ملتونو منشور سازمان د فیصلې پر بنیاد راغلي دي، دوی دغه ډول یو قانون ځان‌ته جوړوي.»

د سیاسي چارو شنونکی حامد عزیز مجددي زیاتوي: «له بده مرغه په تېرو څلوېښتو کلونو کې پر افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري تیری شوی دی. هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب لري، د جنګي جرمونو نړیواله محکمه په نړیواله کچه د هغوی د جنګي قضیو د څېړلو صلاحیت لري.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د اوسني نظام د ساتني په پار د افغانانو یووالی مهم بولي او په خبره یې افغانان نور باید د پردیو دسیسو ښکار نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه