د مجاهدینو بازار چې تر دې وړاندې د بوش بازار په نوم یادېده، د هټیو کرایې د لوړوالي له کبله تړل شوی دی.
یو شمېر هټۍوال وايي، کابل ښاروالي په یوه داوطلبۍ کې له هټۍوالو د لس زره افغانۍ کرایې د ورکړې غوښتنه کړې او له همدې امله یې دا بازار تړلی دی.
هټۍوال جمعه دین وايي: «په میاشت کې یې شاوخوا ۲۳ نیم لکه افغانۍ په کرایه په قرارداد ورکړی دی. مخکې موږ د میاشتې ۱۱ لکه افغانۍ ورکولې، نهه لکه وې، بیا یوولیس لکه شوې. اوس یې په ۲۳ نیم لکه افغانۍ اجاره ورکړی دی. د خلکو نظر ته په نه پاملرنې.»
د مجادهدینو د بازار مرستیال عبدالله نور وايي: «موږ دا مارکېټ اباد کړ. دې حال ته مو ورسوه، خلکو دلته شخصي پانګې لګولي دي، ښاروالۍ سوداګر ته ورکړ.»
له دې سره سم، کابل ښاروالي وايي، د دې بازار ځمکه د ښاروالۍ ملکیت دی او د عوایدو د ډېرېدو په موخه یې دغه بازار داوطلبۍ ته وړاندې کړ او بالاخره داوطلب په کال کې د ۲۷ مېلیونه افغانیو په ورکړې سره ګټونکی شو.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: «دا د ښاروالۍ حق دی چې له خپلو جایدونو ډېره ګټه واخلي، څو په کابل ښار کې غوره خدمات وړاندې کړي. د کومې سیمې نوم چې تاسو واخیست، الحمدلله تړون یې په ۲۷ مېلیونه افغانۍ ورکړل شوی. هغه هم افغان او له همدې هېواده دی او د پانګونې حق لري.»
په کابل ښار کې د بوش بازار ۱۴ کاله مخکې جوړ او له څه مودې راهیسې د مجاهدین بازار په نامه نومول شوی، نږدې ۵۰۰ هټۍ لري.
په دې اړه مو اندونه