Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بدخشان کې د "صدای بانوان" راډیو تړل کېدل

په بدخشان کې د بانوان راډیو مسووله وایي، د دې راډیو خپرونې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور او امر بالمعروف او نهې عن المنکر مسوولانو له لوري درول شوې دي.

د یادې راډیو مسووله د اسلامي امارت د سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري د دې راډیو د فعالیت د درولو لامل، د دې راډیو د تخنیکي مسوول له لوري په تېروتنې سره د یو عربي نعت خپرېدل بولي.

په بدخشان کې د بانوان غږ راډیو مسووله ناجیه سروش وايي: «پرون د بدخشان اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري زموږ راډیو وتړل شوه. زموږ خپرونې وځنډول شوې او دلیل یې د موزیک خپرول بللي چې زموږ تخنیکي همکار سهواً د خپرونې پر مهال موزیک خپور کړی دی.»

خو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر وایي، دغه رسنۍ د اسلامي امارت له نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونې او په رمضان مبارکه میاشت کې د سندرو خپرولو له امله تړل شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت الله محمدي زیاتوي: «بانوان راډیو د موسیقي د خپرولو په دلیل په تېره په رمضان میاشت کې د اسلامي امارت له نشراتي پالیسي څخه د سرغړونې تړل شوې، څو ځله مو ورته خبرداری ورکړی، پاملرنه یې و نه‌کړه، بالاخره مو ورته دروازه وتړله.»

په بدخشان کې سیمه‌ییز خبریالان بیا غوښتنه کوي چې اسلامي امارت باید دې راډیو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیت له سره پیل کړي.

په بدخشان کې یو ځايي خبریال محب سیدي زیاتوي: «له شک پرته، ځینې وخت په خپرونو کې تېروتنه کېږي، دا یو په لوی لاس نه‌دی، موږ له حکومت څخه غواړو چې دې رسنۍ ته بیا د فعالیت اجازه ورکړي.»

د صدای بانوان راډیو لس کاله مخکې د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار کې خپل فعالیت پیل کړ او اوس‌مهال اته تنه کارکوونکي لري.

د بدخشان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا، اوس‌مهال په دغه ولایت کې دوه انځوریزې او لس غږیزې رسنۍ فعالیت لري او په‌دې رسنیو کې چې ۷۳ نارینه او ۴۵ ښځې په کار بوختې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه