Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې نږدې ۲۰۰ زره کسان ګمارلي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د پولیس ځواکونو شمېر نږدې دوه سوه زره تنو ته رسېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د یادو ځواکونو د شمېر له زیاتوالي موخه، د امنیت، عامه نظم ټینګښت، له نشه‌يي توکو او جنایي جرمونو سره مبارزه ده.

ښاغلی ټکور وايي: «د کورنیو چارو وزارت په ټولنه کې د عامه نظم د ساتنې، له جنايي جرمنونو سره د مبارزې او د مخدره توکو د هر راز کارونې د لمنځه وړلو لپاره تر دې دمه څه کم دوه سوه زره تنه د پولیسو په بېلابېلو قطعاتو کې په دندو ګمارلي دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د اړتیا په صورت کې به د دغو ځواکونو شمېر تر دې هم ډېر شي.

ورته مهال، د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې سرپرست حکومت باید د ځواکونو د شمېر د ډېرولو پر ځای د هغوی مسلکي‌توب ته ډېر پام وکړي.

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «زه فکر کوم د کمیت پر ځای دې د امنیتي ځواکونو پر کیفیت فکر وکړي. غوره ده چې وسلو، تجهیزاتو، یونېفورم، ښوونې او رونې او نورو مسایلو ته باید پاملرنه وشي.

د پوځي چارو یو بل کارپوه محمد زلی افغان‌یار زیاتوي: « اوس‌مهال کې باید د پولیسو پر مسلکي کولو ډېره پانګونه وشي، ځکه چې څوک دنده کوي، له نورو خلکو یې چلن ډېر مهم دی.»

د یادولو وړ ده چې په وروستیو کې لوی درستیز ویلي، په راتلونکې کې به د اردو ځواکونو شمېر له ۱۵۰ زرو تر ۲۰۰ زرو لوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه