د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبري ناسته کې وايي له دې پرته چې د کابل حکومت په رسمیت وپېژني له کابل سره به تعامل ته دوام ورکړي.
مولود چاووش اوغلو دغه څرګندونې د جمعې په ورځ له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي:«په نننۍ کتنه کې موږ د افغانستان وضعیت هم و ارزاوه. له دې پرته چې په افغانستان کې طالبان په رسمیت وپېژنو، خپل تعامل ته دوام ورکوو.»
بل خوا، ښاغلی چاووش اوغلو د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت فرمانونه د منلو وړ نه ګڼي او زیاتوي، چې په دې تړاو باید په ګډه مبارزه وشي.
مولود چاووش اوغلو څرګندوي:«دا شونې نه ده، چې د ښځو او نجونو په تړاو د هغوی پرېکړې ومنو. دا په دې مانا ده، چې موږ باید د طالبانو حکومت او یا لنډمهالې ادارې ته د ګډو پيغامونو لېږلو ته دوام ورکړو.»
بل پلو،ا اسلامي امارت وایي، چې له نړۍ سره تعامل او ښې اړېکې غواړي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح لله مجاهد له نړۍ غواړي چې له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې د هېوادنیو مسایلو پربنسټ تنظیم کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. له افغانستان سره اړیکې داسې تنظیم کړي چې د دوو هېوادونو او دوو لورو په مسایلو پورې تړاو لري. موږ غواړو چې له ټولو هېوادونو سره ښې او حسنه اړیکې ولرو.»
اخوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل د هېواد په ګټه دی.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري څرګندوي:«د رسمیت پېژندلو مسئله ډېره مهمه ده. چې باید افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. له انزوا څخه راووزي. او د افغانانو لپاره د تفس یوه زمینه برابره شي.»
تمه کېږي، چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په ازبیکستان کې د روسیې په حضور سره د افغانستان په تړاو یوه غونډ وکړي.
په دې اړه مو اندونه