Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نامسوولو کسانو څخه د دولتي وسلو او نظامي موټرو راټولولو بهیر پېل

د اسلامي امارت دفاع وزارت له نامسوولو کسانو څخه په سلګونه نظامي موټر راټول کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، چې تر اوسه په څو ولایتونو کې له نامسوولو کسانو نه سلګونه موټر راټول کړای شوي دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړه:«دا یو بهیر دی چې دوام لري او موده مخکې موږ په هرات کې هم، په لوېدیځې حوزه کې د ۲۰۷ قول اردو یو ډېر شمېر دا ډول وسایط رنجر او نور چې له نامسوولو کسانو سره وو یا په ویجاړو ځایونو کې لوېدلي وو راټول کړي او دا بهیر دوام لري.»

بل خوا، د دفاع وزارت ویاند وایي، چې له نامسوولو کسانو نه د وسلو د راټولولو بهیر هم پېل شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«له نامسوولو کسانو او اشخاصو څخه وسلې هم راټولې کړل شوې دي. څو ورځې مخکې په د خالد ۲۰۱ قول اردو کې، په لغمان او ننګرهار کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ میله وسلې راټولې کړل شوې وې او اړوند کمېسیون ته سپارل شوي دي.»

ورته مهال د نظامي چارو شنونکي د دغه بهیر هرکلی کوي او د نظامي موټرو او دولتي وسلو راټولول د جنایي جرمونو د کمېدو لپاره مهم بولي.

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم څرګندوي:«غوره ده چې یو مشخصه نېټه ورکړل شي. په هغه صورت کې چې کسان او ډلې تر دغې نېټې وسایط امنیتي ارګانونو ته تحویل او تسلیم نه کړي سزا به ورکړل شي.» 

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم له اسلامي امارته غواړي چې د نظامي موټرو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکی محمد وايي:«هر چېرته چې یوه جدي ستونزه رامنځته کېږي، د دغو کسانو له امله ده او دا باید ټول کړای شي.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد هم څرګندوي:«د پوځي او شخصي توپير باید وشي. یوازې پوځیان باید له پوځي وسایطو او تجهیزاتو د استفادې حق ولري.»

له هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د اوه مېلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه