Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل ښار کې د موټرو د تورو ښيښو د پاکولو بهیر پیلېدل

په کابل ښار کې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو بهیر پیل شوی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ وايي، هغه موټر چې د تورو ښیښو قانوني اسناد و نه‌لري؛ له ښيښو به یې تور فلمونه پاک شي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: «د کابل امنیې قومندانۍ له اړخه له څو ورځو راهیسې ټولو چک پاینټونو ته او همدغه شان د حوزې امیرینو او دروازو ته خبر ورکول شوی چې دی چې هغه موټر چې ځانګړی اجازت نه‌لري او شیشې یې تورې دي، دا باید پاکې شي.»

بل‌خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کابل ښار اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستایي او وايي، قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي.

موټر چلوونکی  مجیب وايي: «موږ د اسلامي امارت له دې پرېکړې ډېر خوښ یوو، ځکه د امنیت له پلوه ډېره ښه دی او شیشو پاکول د قتل او غلا مخه نیسي.»

موټر چلوونکی داود زیاتوي: «که تورې ښیښې لرې نه‌کړي، خلکو ته ستونزې جوړوي، لکه انسان تښتونکی وي، له نورو خلکو سره توپیر لري.»

د کابل اوسېدونکی احمد فواد وايي: «دا پروسه چې پیل شوې ډېره ښه ده، خو چې ټولو ته یو ډول وي.»

له دې سره سم، د یوولسمې حوزې مرستیال وایي، د تورو فلمونو پلورونکو ته خبر ورکړل شوی دی چې تر دې وروسته دغه فلمونه و نه پلوري.

د یوولسمې حوزې مرستیال نقیب‌الله بلال وايي: «دغه شیان ملکي خو خلکو ته بند دي، که هغه هارن، سټېکر او که نور داسې شیان دي چې هغه د امارت له خلکو سره دي او له عامو خلکو سره بند دي.»

د کابل د امنیه قوماندنۍ چارواکي پر دې باور دي، چې د تورو ښيښو په پاکولو سره به په کابل کې د جنایي جرمونو کچه راټيټه شي، ځکه په وینا یې تر دې وړاندې یو شمېر کسانو له د موټرو له تورو ښيښو نه په ناړه ګټې اخیستنې سره په جنایي جرمونو لاس پورې کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه