چین د افغانستان په اړه د خپلې نوې تګلارې په اعلانولو سره وایي، هیلهمن دی چې سرپرست حکومت یو ټول ګډونه سیاسي جوړښت را منځته کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، هېواد به یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نهکړي او له امریکا هم غواړي چې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
چین په نوې تګلاره کې له سرپرست حکومته غوښتي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ترهګرو ډلو او په ځانګړي ډول د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین وايي: «دغه مقاله ۱۱ اړخونه لري او له هغې ډلې ۳ درناوي او ۳ هېڅکله رانغاړي او په افغانستان کې له معتدل او محتاطانه حکومته ملاتړ، د افغانستان له سولې او بیا رغونې ملاتړ، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستانه ملاتړ او همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ملاتړ کوي.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له امریکا هم غواړي چې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.
ونبین زیاتوي: «له امریکا هم غواړو چې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو له هغې ډلې د افغانستان په اړه د سیمهییزې او نړۍوالې همغږۍ پر پیاوړي کولو، د بشري مرستو او پناه غوښتنې اړوندو مسایلو پر اسانه کولو او د نشهيي توکو پر وړاندې د افغانستان له مبارزې پر ملاتړ کولو عمل وکړي.»
د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي، له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له چین سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د نه لاسوهنې له دریځه هرکلی کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره داسې نیکې او ښې اړیکې جوړې کړي چې د هېوادونو په ګټه وي. موږ د هغوی له دریځه ستاینه کوو، ځکه هغوی پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دا اساسي ټکی دی.»
د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «په بېپرې سیاست سره، چین د افغانستان د سولې په خبرو کې د پام وړ حضور ته لېوالتیا لري او په نوښت سره کارونه تر سره کړي.»
چین په داسې حال کې د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه چې دغه هېواد له پاکستان سره هم ښې اړیکې لري؛ نو ولېدل شي چې د افغانستان په تړاو د چین دغه نوې تګلاره به څومره د هېواد په ګټه وي؟
په دې اړه مو اندونه