Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېښنايي پېژندپاڼو د بیو له لوړېدو د خلکو شکایت

د برېښنايي پېژندپاڼې ځينې غوښتونکي د پېژندپاڼې د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي.

دوی وایي، د برېښنایي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو لپاره باید ۵۰۰ افغانۍ ورکړي چې دم‌ګړۍ دوی یې د ورکولو وس نه لري.

د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي له اسلامي امارته غواړي چې د دغو پېژندپاڼو لګښت کم کړي.

د تذکرې غوښتونکی سبحان الله وايي:«د افغانستان خلک نه شي کولای چې په دغې بیه پېژندپاڼې واخلي. له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د تذکرې پیسې چې د جمهوریت په وخت کې ۱۰۰ افغانۍ وې، په همدغې کچه کړي.»

د تذکرې بل غوښتونکي رسول هم وویل:«تذکره باید ارزانه شي، د دې لپاره ځينې کورنۍ اته یا نه تنه دي؛ نه شي کولای چې پېژندپاڼې واخلي. باید ارزانې شي چې ټول وکړای شي تذکرې واخلي.»

له دې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو بیه ۳۰۰ افغانۍ وه.

بل پلو، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د برېښنایي تذکرو د بیې د لوړېدو یو لامل د عملیاتي لګښتونو ډېرېدل ګڼي.

 د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع څرګندوي:«د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نوې پرېکړې پربنسټ، د الکترونیکي یا برېښنايي پېژندپاڼې بیه له ۳۰۰ څخه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. د دغو پېژندپاڼو د بیې د لوړېدو عمده علت، د خدماتو او لګښتونو زیاتوالی، په نړۍوالو بازارونو کې د کاربونیټ کارټونو د بیې لوړوالی دی.» 

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې، په ورځ کې له ۱۴ زرو تر ۱۵ زرو پورې بریښنایي تذکرې وېشل کېږي او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ۳٫۸ مېلیونه هېوادوالو ته تذکرې ورکړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه