Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښارجوړونې وزارت: د کابل په نوي ښار کې به د استوګنیزې ځمکې د وېش بهیر پيل شي

د کور او ښارجوړونې وزارت وایي، چې د کابل په نوي ښار کې د استوګنیزې ځمکې د وېش بهیر به پيل شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه کار به د اسلامي امارت د مشر له حکم وروسته ترسره شي.

د کور او ښارجوړونې وزارت د ښاري چارو معین مدار علي کریمي بامیاني وايي:«د نوي کابل پروژه د تطبیق او د تجروبو، علمي او تخنیکي لاسته راوړونو د عملي کولو په موخه وارزول شوه او د ماسټر پلان په مطابق د هغه تفصیلي پلان هم بیاکتل شوی دی.»

بل پلو، د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست وایي، چې په کابل ښار کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې ودانۍ غیر معیاري جوړې شوې دي.

د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني وویل:«۱۵ تر ۲۰ سلنې کورونه په غیرمعیاري توګه جوړ شوي دي موږ او کابل ښاروالۍ په دې هکله خبرې کړې دي.»

د کور او ښارجوړوړنې وزارت سرپرست وایي، چې په خوشحال مېنه کې د قطر د ودانیزې پروژې ۳۰ سلنه او په دارالامان سیمه کې د چین د نیله باغ پروژه ۲۰ سلنه مخ ته تللې ده.

ښاغلي نعماني زیاته کړه:«په خوشحال خان کې یوه پرژوه وه چې له قطري شرکت سره وه. موږ هغه په ۱۴۰۱ کال کې پيل کړې وه چې په ټول کې ۳۰ سلنه کار یې مخته تللی او دوام لري.»

د کور او ښارجوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، چې یو چینایی شرکت په افغانستان کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالر په ارزښت پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه