د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګر وایي، نهشي کولای له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د اسلامي امارت لاسرسی رد کړي.
جان سوپکو چې د امریکا د ولسي جرګې د څارنې کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې د ارزونې لومړنۍ استماعیه غونډه کې خبرې کولې وویل، له افغانستان سره د مرستو موخه د اړمنو لاسنیوی دی او له دې لړۍ باید بشپړه څارنه وشي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي جان سوپکو د دې جرګې غړو ته وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو بیا هم نهشي کېدای چې له افغانستان سره د امریکا په مرستو کې د اسلامي امارت د لاسرسي احتمال رد شي.
جان سوپکو وايي: «زه موافق یم او موږ ټول موافق یوو چې، افغانستان له یوه ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت سره مخ دی. دا مساله موږ ته ډېره مهمه ده چې، زموږ مرستې د طالبانو له لوري منحرفې نه شي. په خواشینۍ سره لکه څنګه چې نن دلته ناست یم، نشم کولی دغې کمېټې او د آمریکا مالیه ورکوونکو ته ډاډ ورکړم چې، موږ دمګړۍ له طالبانو سره مالي مرسته نه کوو او همداراز نشم کولی تاسو ته ډاډ درکړم چې، طالبان هغه پیسې چې، موږ یې د افغانستان بې وزلو خلکو ته لېږو نه منحرفوي.»
جان سوپکو زیاتوي له افغان ولس سره د مرستو په موخه باید پر دې چارې په بشپړه توګه څارنه ولري او دا ډاډ ترلاسه شي چې دغه مرستې افغان ولس ته رسول کېږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي زیاتوي: «که چېرې موخه له افغان ولس سره مرستې وي؛ نو موږ باید پر دغو مرستو جدي څارنه ولرو څو دا ډاډ ترلاسه کړو چې دغه پیسې افغان ولس ته رسېږي نه طالبانو ته! غواړم ووایم چې لا تر اوسه مې په ټلویزیون کې یو وږی طالب جنګیالی نهدی لیدلی. هغوی ټول چاغ او خوښ ښکاري، خو زه بیا په ټلویزیون کې یو زیات شمېر وږي افغان ماشومان وینم. نو زه ډېر تعجب کوم چې دغه بودجه او مرستې چېرې ځي.»
خو اقتصاد وزارت بیا د افغانستان د بیارغونې لپاره د آمریکا د ځانګړي څېړونکي دغه څرګندونې ردوي او وايي، نړۍوالې مرستې په راڼه ډول تر اړمنو رسول کېږي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د وري په نهه ویشتمه طلوعنیوز ته وویل: «اسلامي امارت پر دې یوازې یوه څارنه کوي؛ نو له همدې لپاره باید تولې مرستې په روڼ ډول د افغانانو اختیار کې ورکړل شي.»
جان سوپکو د امریکا ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په تېر حکومت کې د خیالي سرتېرو د حضور په تړاو هم څرګندونې وکړې.
جان سوپکو وايي: «زه په دې اړه هم تعجب کوم چې، د افغانستان د عسکرو او پولیسو شمېر ۳۰۰ زره وو. زه نپوهېږم څوک زموږ دولت ته وایي چې د افغان دولت تر سقوطه په افغانستان کې ۳۰۰ زره افغان سرتیري او پولیسان وو. موږ داسې راپورونه درلودل چې نیمايي دغه کسان خیالي کسان وو. موږ د هغوی معاشونه ورکول؛ خو هغوی نهوو.»
د نوموړي په وینا، امریکا تر اوسه له افغانستان سره د ۲ میلیارده ډالرو مرسته کړې او ۳ مېلیارده ډالره به د نړۍوالو مرستو په چوکاټ کې د افغانستان په واک کې ورکړي.
د ویلو ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د آمریکا د ځانګړي څېړونکي اداره یا سیګر په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له لوري په افغانستان کې د دغه هېواد پر پراخو مرستو د څارنې لپاره جوړه شوه.
خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتنې وروسته اوس دغه اداره له افغانستان سره د امریکا پر بشري مرستو څار لري.
په دې اړه مو اندونه