Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوړو زده‌کړو وزارت: د تحصیلي نصاب بیاکتنه ۵۰ سلنه بشپړه شوې

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۵۰ سلنه پرمختګ کړی.

د لوړو زده کړو د نصاب مشر زیاتوي، تر دې دمه په بېلابېلو برخو کې د لیسانس او ​​ماسټرۍ په برخه کې له اتیا ډېر درسي نصابونه وروستي شوي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب رییس عبدالروف فراهي وايي: «په ټوله کې ۱۶۰ رشتې شته دي، چې په هغو کې تقریباً له ۷۰ تر ۸۰ پورې پرې کار شوی او ۷۰ نه تر ۸۰ پورې پاتې دي چې هغه به په راتلونکې کې نهايي کړو.»

د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب ریاست شمېرو له مخې د لیسانس او ماسټرۍ په ګډون د بېلابېلو څانګو څه باندې ۸۰ نصابونو ته بیاکتنه کوي.

د فراهي په وینا: «نصابونه نوعیت ته په کتو سره کله مضامینو کې تغییر راځي او کله هم مفرداتو کې تغییر راځي. داسې کوم تغییر نه راځي چې په بشپړ ډول پخوانی نصاب له منځه لاړ شي.»

بل‌خوا د پوهنتونونو یو شمېر استادان او زده‌کړیالان وايي، د نصاب بیاکتنه باید د نړیوالو معیارونو پر بنسټ وشي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وايي: «نصاب ته دغه بیاکتنه باید اکاډمیکو معیارونو او ستندردونو ته په کتو وشي او اوسنۍ اړتیاوې پکې په نظر کې ونیول شي.»

زده کړیال حسیب الله زیاتوي: «په افغانستان کې همغه زوړ نصاب مخته وړل کېږي او په نړۍ کې چې کوم نوي څه راځي موږ ترې خبر نه یاستو.»

لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب بیاکتنې په اړه داسې مهال څرګندونې کوي چې لا هم پوهنتونونو ته د ښځینه زده‌کړیالانو د تګ برخلیک معلوم نه‌دی.

شریک یي کړئ