Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کتاب نړیواله ورځ او په هېواد کې د مطالعې ګم‌رنګه کلتور

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د کتاب‌لوستلو کلتور د له منځه تلو خبره کوي.

دوی وايي، اقتصادي ننګونې او د ځوانانو له خوا د انټرنټ او ټولنیزو شبکو کارول د کتاب لوستلو د کمېدو لامل شوی دی.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي: «خلک ډېر له موبایل او د فېسبوک په څېر له ټولنیزو رسنیو سره لېوالتیا لري، له کتاب‌لوستلو سره لېوالتیا ډېره کمه شوې ده او زموږ د خلکو بله ستونزه دا ده چې کار نه‌لري، بې‌روزګاره او نالوستي دي.»

د کابل اوسېدونکی حمید وايي: «اوس چې موږ په افغانستان کې په کوم حالت کې یوو، ځوانان او نږدې ټول خلک کتاب‌لوستلو ته ارزښت نه ورکوي او له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې ځوانانو ته د کتاب‌لوستلو لپاره نندارتونونه او داسې لارې چارې برابرې کړي، چې کتاب لوستل او مطالعه ډېره شي.»

له دې سره سم، یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، د کتابونو په پلورنځيونو کې د خلکو حضور هم ډېر کم رنګه شوی دی.

کتاب‌پلورونکی مختار وايي: «په افغانستان کې د کتاب او کتاب لوستلو کلتور په تر ټولو ټیټه کچه کې دی، له اسلامي امارته او خلکو مو دا غوښتنه ده چې کتاب او د کتاب‌لوستلو ته پاملرنه وکړي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې، د مطالعې کلتور د دودولو لپاره اغېزناک کارونه وکړي.

د کابل اوسېدونکی محمد زمری وايي: «له اسلامي امارته هیله لرو چې کتاب‌تونونه جوړ کړي او کتابونه ورته راوړي. له کتاب‌لوستنې پرته موږ هېڅ وخت نه‌شو کولای چې پرمختګ وکړو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی احمد زبیر وايي: «مطالعه یو ډېر ښه عمل دی، موږ ټول باید په‌دې برخه کې هڅې وکړو او کتابونه ولولو.»

هر کال د اپرېل ۲۳مه د کتاب د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او دغه ورځ د یونېسکو له لوري نومول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه