د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو به تر هغې اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني څو یې له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي رييس هم دی د ملګرو ملتونو په مرکز کې په یوې خبري غونډه کې وویل په اوسنیو شرایطو کې له اسلامي امارت سره خبرې کول یوه اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، مسګو به هغه مهال سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني چې ټولګډونه حکومت جوړ او د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونه رعایت کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاورف وايي:«موږ به طالبان تر هغې په رسمیت ونه پېژنو چې هغوی له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي نهکړي. او تر هغې چې، هغوی د ټولو قومونو د استازو په حضور سره یو ټولګډونه حکومت جوړ او بشري حقونه مراعات نه کړي؛ نو موږ به یې په رسمیت ونه پېژنو.»
له بل لوري د افغانستان د بشري او د ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې په خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو له رعایت کېدو پرته له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدل شونې نه دي.
ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو مسئله د امریکا لپاره د یوه غوراوي په توګه مطرح نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډانټ پاټل څرګندوي:«هغه څه چې غواړم وې وایم دا دي چې، د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندل د دغه مېز له لیدنو بهر دي او هېڅ مطرح هم نه دي.»
خو اسلامي امارت بیا د نظام د جوړښت څرنګوالی او ځينې حقوقي مسایل د افغانستان کورني مسایل ګڼي او له نورو هېوادونو غواړي چې، په دې برخو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«په افغانستان کې د نظام څرنګوالی، د نظام تعریف یا همدارنګه د خلکو حقوق، دا هغه مسایل دي چې د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري. غوره ده چې هېوادونه په افغانانو پورې اړوندو چارو کې لاسوهنه ونهلري.»
ټاکل شوې تر راتلوونکې یوې اوونۍ د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سر منشي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ځينو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون په دوحه کې یوه غونډه جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه