Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د م.م سازمان د ارزونې ځانګړي ماموریت د همغږي کوونکي له غوراوي د ا.ا تمه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان لپاره "د ارزونې د ځانګړي ماموریت د همغږي کوونکي په توګه وټاکه.

ټاکل شوې ده سینیرلي اوغلو به د افغانستان د اوسنیو ننګونو په هکله خپلواکې ارزونې، جامع او منظمې سپارښتنې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټفان دوجاریک ویلي چې ښاغلی اوغلو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه‌لیک پر بنسټ پر دې دندې ګومارل شوی دی.

سټفان دوجاریک په دې هکله وویل:«سر منشي نن، د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه‌لیک له مخې، له ترکیې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وګوماره. سر منشي له هغه غوښتي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د یوې واحدې او منسجمې تګلارې لپاره د خپلواکې ارزونې مشري وکړي.»

خو اسلامي امارت بیا وايي، د افغانستان په تړاو هر ډول راپور باید د هېواد د واقعیتونو پر بنسټ جوړ او وړاندې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هرڅوک چې راځي، واقعیتونه په پام کې ونیسي. د ملګرو ملتونو دریځ ډېر مهم دی. د افغانستان په تړاو مسوولیتونه لري، باید خپل مسوولیتونه درک کړي چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکار وي.»

د چارو شنونکي بیا په بېلابېلو برخو کې د راپورونو د راټولو په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د استازو ګومارنه مهمه ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع وايي:«ملګرو ملتونو سازمان د اسانتیا د رامنځته کولو او ورته مهال د رسمیت پېژندلو لپاره له افغان حکومت سره باید څنګه چې کار کړی وای، ونه کړ او په هغه کې ناکام پاتې شوي دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نجیب الرحمن شمال هم څرګندوي:«دا ښه اقدام دی او د افغانستان خلک هم هیله من دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د یوه نړۍوال سازمان په توګه د خپل حیثیت او اعتبار چې په نړۍ کې یې لري، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره جدي اقدام وکړي.»

د ویلو ده چې، فریدون سینیرلي اوغلو په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې ډیپلوماټ و او تر هغې وروسته له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه