Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ویانا غونډې ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د ویانا غونډې په غبرګون کې وايي چې حکومت به د وېش په لور ولاړ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د مخکیني حکومت سیاسي مشران باید په افغانستان کې جګړې ته د لمن وهلو په فکر کې نه وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«بیا جګړې، ګډوډۍ او د وېش په لور نه ځوو او هغه کسان چې په ویانا کې سره راټول شوي، له بده مرغه هغه کسان وو چې په افغانستان کې یې خپله ازموینه ورکړې ده او کړه یې هم خلکو ته روښانه دي.»

د سیاسي، رسنیزو، مدنې ټولنې څېرون او د پخواني حکومت چارواکو په ګډون د ویانا دویمه غونډه نن «چهارشنبې» د اتریش په پلازمینه کې پای ته ورسېده.

په دې درې ورځنۍ غونډه چې، د اتریش د نړۍوالو چارو د انسټیټوټ له لوري په ویانا ښار کې پیل شوې، یو شمېر سیاستوال، پخوانیو چارواکو او د ځینو سیاسي جریانونو استازو د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې وکړې.

پخوانی ډپيلوماټ نور الله راغي طلوع نیوز ته وویل:«ځينو دغه ناسته د ځينو اغېزناکو او ټاکوونکو ځواکونو حضور، کس چورلیزه او انحصاري بللې دي.»

په دې غونډه کې د ځینو ښځو په ګډون یو شمېر سیاسي څېرې له هغې ډلې احمد مسعود، رنګین دادفر سپنتا، صلاح‌الدین رباني، رحمت‌الله نبیل، محمد محقق، فوزیې کوفي، فضل احمد معنوي بلل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه