Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره د انټوني بلېنکن لېدنه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د هغه څه په تړاو چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه ګڼي، اندېښمن دی.

انټوني بلېنکن په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو له لوی منشي سره په کتنه کې ویلي، امریکا او ملګري ملتونه د افغانستان د مسایلو د حل لپاره په ګډه کار کوي.

ښاغلی بلېنکن وايي: «امریکا د افغانستان د مسایلو په تړاوله ملګرو ملتونو سره یو ځای  کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېریو هېوادونو په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو او اقتصادي وضعیت په تړاو ژورې اندېښنې ښودلې دي. ملګري ملتونه بیاځلي د افغانستان د مسایلو په اړه د رهبرۍ نقش تر سره کوي او په دې برخه او نورو ورته مسایلو په تړاو زموږ همکاري ډېره مهمه ده.»

په ورته مهال د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند وایي، د یاد سازمان عمومي منشي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې، د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع د رامنځ‌ته کېدو، د ښځو د موضوع او بشري حقونو د مراعت کولو په تړاو خبرې کړې دي.

خو اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر دغو څرګندونو په نیوکې سره وایي چې واشنګټن باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «ملګري ملتونه او هېوادونه که غوښتنې او اندېښنې لري، هغه دې له اسلامي امارت سره شریک کړي، ان‌شاء الله موږ به ورته ځواب هم ورکړو او که ستونزې وي، په حلولو کې یې هم هڅې کوو او بل داسې مسایل دي چې هغه د افغانستان قوانین او ارزښتونه دي او هغوی باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسونه و نه‌کړي.»

له دې سره سره یو شمېر ښځې، په هیواد کې د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړې زمینې برابرول یوه جدي اړتیا ګڼي.

د ښځو حقونو فعاله مریم معرفو اروین وايي: «په افغانستان کې له هر ډول توپیري چلند پرته د ښځو په ګډون په بېلابېلو سیاسي برخو کې مشارک هېواد کړکېچ او اوسني وضعیت څخه ژغوري.»

زده‌کړیاله روینا وايي: «په هره کچه چې دا محدودیتونه او ممنوعیتونه د ښځو پر کار او زده‌کړو ډېرېږي، دا کولای شي زموږ پر ټولنې منفي اغېزه وکړي او په راتلونکې کې د دې جبران ډېر ستونزمن دی.»

د ملګروملتونو عمومي منشي په داسې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان ښځو د وضعیت په اړه خبرې کړي چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ناستې کوربه توب وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه