Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د تېر حکومت پر چارواکو هېڅ ډول محدودیت نه‌دی لګول شوی

اسلامي امارت وايي، پر هغو پخوانیو دولتي چارواکو چې په هېواد کې اوسېږي هېڅ ډول محدودیت نه‌دی لګول شوی.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، دمګړۍ پخواني چارواکي کولی شي، په عادي توګه له هېوادوالو سره وګوري او له هېواده بهر هم سفرونه وکړي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي چې په افغانستان کې پاتې پخواني حکومتي چارواکي او سیاسي څېرې د اسلامي امارت تر څارنې لاندې دي او له هېواده بهر د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه وايي: «دا سمه نه‌ده، دوی افغانان دي او په خپل هېواد کې ژوند کوي، له افغانانو سره لېدنې-کتنې کوي، زموږ د کوم ارګان له لوري پر هغوی کوم بندیز نه‌شته او د هغوی بندول هم سم کار نه‌دی.»

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل هادي مسلمیار او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هغه څېرې دي چې په افغانستان کې پاتې دي او ځینو یې بهر ته سفرونه هم درلودل.

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي: «که موږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو منشور ته وګورو هلته فردي ازادي، خبرې کول او سیاسي فعالیت د هر انسان اساسي حق دی.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي وايي: «هر ډول محدودیت او د اساسي حقونو اخیستل د ملي باور د لمنځه وړلو باعث کېږي او په هېواد کې د سوله‌ییزو حل‌لارو د پیدا کولو هیلې له منځه وړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو شاوخوا دیارلس میاشتې وروسته او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله شاوخوا اته میاشتې وروسته بهرني سفرونه درلودل، خو د ځینو رپوټونو له مخې د نږدې دوه کلونو په تیریدو سره لا هم نه‌دي توانیدلي په کور دننه هیواد کې سفر وکړي.

شریک یي کړئ