د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار کړی دی.
دغه بنسټ په یوه ټویټ کې لیکلي، که په افغانستان کې ښځې زدهکړې و نهکړي؛ نو په راتلونکې کې به له ګڼو ناخوالو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د ټویټ په یوې برخه کې راغلي: «که ښځې زدهکړو ته لاسرسی و نهلري او د زدهکړو بهیر یې محدود وي؛ نو روغتيايي او عمومي خدماتو، ګومارنو او اقتصادي فرصتونو ته نه لاسرسی به یې پر اوسني او راتلونکي اغېز وکړي.»
له دې سره هممهاله فیروزه چې ۲۷ کاله عمر لري، د زدهکړو او کار لپاره څلور کاله مخکې له ایرانه افغانستان ته ستنه شوه، خو د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله نهیلې شوې ده.
زدهکړیاله فیروزه وايي: «زه د زدهکړو او کار لپاره په ایران کې له خپلې کورنۍ جلا او افغانستان ته راغلم، غوښتل مې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم، څو وکولای شم، دلته خدمت وکړای شم، خو کله چې دلته راغلې یم، ګورم وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېږي.»
یوه بله زدهکوونکې معصومه وايي: «ښوونځي دې پرانیزي او څو ځله یې ویلي چې ښوونځي پرانیزي، خو هر ځل یې خبره رښتیا شوې نهده.»
بلخوا، د ښځو د حقونو چارو یو شمېر فعالانې پهدې اند دي چې له زدهکړو او کاره د ښځو محرومیت به په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې کړي.
د ښځو د حقونو فعاله ازاده بخشي وايي: «ښځې د یو هېواد کلکې او پیاوړې ستنې دي، اجازه دې ورکړل شي چې ښځې زدهکړې وکړي.»
په همدې حال، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د کابل اوسېدونکی عبدالوهاب وايي: «زموږ د خویندو پر مخ دې ښوونځي پرانیستل شي، څو زموږ په څېر وکولای شي، خپلې زدهکړې پر مخ یوسي.»
د کابل اوسېدونکی غلام درویش زیاتوي: «باید د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، ځکه نجونې د همدې ټولنې غړې دي، باید نجونې ښوونځي ته لاړې شي او زدهکړې وکړي، څو موږ هلکان او نجونې د افغانستان لپاره یو پیاوړی مټ واوسو.»
مخکې له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکیني استازي زلمي خلیلزاد له سرپرست حکومت څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه