Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې نجونو او هلکانو ته د کانکور د فورمو وېش

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند وايي په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال له دولسم ټولګي فارغانو ته د کانګور ازموینې فورمې وېشلې دي.

د دغه ریاست ویاند فرهاد احمد تانکزی طلوع‌نیوز ته ویلي، هغه زده کوونکې نجونې چې، د دولسم ټولګي ازموینه یې ترسره کړې وي هم کولی شي له خپلو ښوونځيو دغه فورمې ترلاسه کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند وویل:«هغه خویندې چې هغه د ننګرهار د پوهنې ریاست په ګرمو او تودو سیمو کې شتون لري او هغوی په تېره کې د دولستم ټولګي څخه فارغ شوي وو، البته هغوی په کانکور کې د څه مسوولیتونو له امله برخه نه وه اخیستې هغوی دې خپلو مربوطه ښوونځيو ته مراجع کړې ده هغوی ته هم د کانکور فورمې توزیع شوې دي.»

مینه چې، له دولسم ټولګي فارغه ده وايي، نجونو ته د کانکور د ازموینې د کارټونو له وېشنې سره یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د خلاصون لپاره هیلې راژوندۍ شوې دي.

د دولستم ټولګي فارغه مینه طلوع‌نیوز ته وايي:«دا ټولو نجونو ته یوه هیله ده چې موږ کولای و له سره خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»

یو شمېر زده کوونکې هم له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ پاتې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

زده کوونکې اسما وايي:«یوې نجلۍ ته ستوزمنه ده چې درې کاله یې څه نه وي زده‌کړي او ولاړه شي امتحان ورکړي.»

بله زده کوونکې فاطمه هم څرګندوي:«زده‌کړې او تحصیل زموږ حق دی چې فعلاً موږ له دغه حقه بې برخې یوو.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې ۵۹۰ ورځې تېرېږي؛ خو لا تر اوسه هم د یادو ښوونځيو د خلاصون څه څرک نه لګېږي.

ورته مهال ځينې زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروزاې د نجونو پر مخ پرانیزي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه