Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحي غونډې څنډې؛ د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به جلا غونډه جوړه شي

د دوحې د غونډې په څنډه کې ځينو ګډونوالو د افغانستان د روان وضعیت په هکله دوه اړخیزې ناستې لرلې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیر د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیر، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي او د فرانسې د یوه چارواکي په ګډون د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغان نجونو د زده کړو په اړه جوړېدونکې دویمې غونډې ته د نیول شویو تابیاوو په تړاو خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزارت لیکلي:«هغوی دغه راز د افغان ښځو د زده‌کړو په تړاو دویم نړۍوال کنفرانس ته چې په دوحه کې جوړېږي، د اړینو تابیاوو په اړه خبرې وکړې. پردې سربېره د اندونیزیا د حکومت لخوا افغان محصلینو ته د برابرو شویو اسانتیاوو په تړاو بحث او خبرې وشوې.»
                               
دیني عالم رحیم الله کشاف طلوع‌نیوز ته وویل:«دا چې هغوی (نجونې) پوهاوی ترلاسه کړي او بیداره شي او د عایشې په توګه، د فاطمې په توګه او د خدیجې په توګه سبا د دعوت، روښانتیا او د ټولنې د پراختیا په ډګر کې، مثبت ګامونه پورته کړي او خپلې ټولنې ته ګټورې پرېوځي او د خدمت جوګه شي.»

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره دې عملي ګامونه پورته کړل شي.

حنا رباني کهر په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:«د دولت وزارت د نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د باور وړ ګامونو پر اخیستلو ټینګار وکړ.»
                        
د سیاسي چارو شنونکی ادریس خان هم وايي:«هغوی د خپلو ګټو په لټه کې دي او شونې ده چې له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان سره د ثبت امتیاز د ترلاسه کولو لپاره دا څرګندونې یې کړې وي.»

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې د دوحې د غونډې په څنډه کې ویلي و، چې د افغانستان ۴۰ مېلیونه خلک باید د سیاست قرباني نه شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرد حنا رباني کهر د دغو خبرو په ځواب کې وایي چې د افغانستان مسئله سیاسي ده او په پاکستان کې افغان کډوال له خورا ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي:«مېرمن حنا رباني! ستاسو د معلوماتو لپاره غواړم ووایم چې په کراچۍ کې له افغانانو سره ناوړه چلند کېږي. هغوی له پولې د تېرېدو پرمهال له غیر انساني چلند سره مخ کېږي. پر هغوی وېزه په لوړه بیه پلورئ. دلته یې تاسو لوټئ. تاسو د هغوی له کړاوونو ناوړه ګټه پورته کوئ او بیا وایاست چې هغوی له ستونزې سره مخ دي.»
                           
پاکستاني خبریال طاهر خان څرګنده کړه:«افغانان له شوقه نه بلکې له مجبوریته پاکستان ته راځي، هر چا ته خپل هېواد او وطن ارزښت لري او په مجبورۍ کې د خلکو نیول ښه کار نه دی.» 

دا په دسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د دوحې دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه