Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د مرستې رسونې او فعالیت د دوام لپاره د ملګرو ملتونو ژمنتیا

ملګرو ملتونو سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان خلکو ته د مرستې رسونې او خپل فعالیت دوام ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ویاند مرستیال وايي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي. 

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري ناسته کې له مرستندویانو غوښتي:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په افغانستان کې د پاتې کېدو او افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي او پر بسپنه کوونکو غږ کوي چې هغو مالي مرستو ته دوام ورکړي چې خلک ورته اړتیا لري. د افغانستان خلکو ته د لاسرسي او مرستو رسولو لپاره ملګري ملتونه د نارینه او ښځو په ګډون خپلو ټولو کارکوونکو ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو په ټولنو او دفترونو کې له خنډ پرته کار وکړي.»

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایي، چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د کار د دوام او د بشري مرستو د دوام د څرنګوالي په تړاو د تګلارې پر غوره کولو خبرې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق څرګندوي:«موږ کار کوو، چې په افغانستان کې د مناسبو کاري تګلارو په تړاو پرېکړه وکړو.
خو په عین حال کې هغه دلایل چې مخکې مو یې په تړاو معلومات ورکړل، زموږ د فعالیتونو مخه نیسي او تر هغو چې اوسني افغان چارواکي په خپلو تګلارو کې بدلون رانه ولي، په افغاني ټولنو کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ټولو کارکوونکو ته د کار کولو د اجازه د ورکړې په اړه زموږ دریځ پر خپل ځای پاتې کېږي.»

بل پلو، د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې له افغانانو سره مرستو ته به په هر ډول شرایطو کې دوام ورکړي.
  
د خوړو د نړۍوال پروګرام مدیر سیندي مک کین وايي:«اوس‌مهال موږ هوډ نه لرو چې په دې برخه کې خپل ملاتړ او افغانستان ته د خپلو بشرپالو مرستو لېږد ودروو. موږ به د افغانستان په هغو برخو کې چې امکان ولري خپلې مرستې وړاندې کړو، ځکه افغانستان دغو مرستو ته سخته اړتیا لري.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وویل:«د هغوی د کار د دوام لپاره او د هغوی د فعالیت د وام لپاره کوم محدودیت نشته.»

بل پلو، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس د ملګرو ملتونو د کار د تمېدو په غبرګون کې له دغه سازمانه غوښتې دي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کارکولو د بندیز پر وړاندې له خپلې پرېکړې په شا نه شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایل مک کال څرګندوي:«موږ د طالبانو د هغو فرمانونو په تړاو چې په افغانستان کې په نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو کې افغان ښځې له کار کولو منعه کوي، د خپلې ژورې اندېښنې د څرګندولو لپاره خپل غږ پورته کوي او موږ ملګري ملتونه هڅوو چې د نارینه بشري مرستو د ترسره کېدو په مخالفت او ردولو سره له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو چې افغانستان ته یې اته ورځنۍ سفر کړی و، په یوې جلا اعلامیه کې د بشري حقونو وضعیت او په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د پرېکړو منفي پایلې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره اندښمنوونکې بللي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه